Homeخبرونهجلال اباد کې ۳ ط - ان وژل شوي او وسلې یې...

جلال اباد کې ۳ ط – ان وژل شوي او وسلې یې وړل شوي

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) ‏ځايي سرچينې وايي، چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ۳ طالبان وژل شوي.

 د سرچينو د معلوماتو په اساس، دغه طالبان د جلال اباد ښار په چپرهار اډه کې نن سهار وژل شوي او وسلې یې وړل شوي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ازادۍ د ملي اسلامي تحریک په نوم يوه ډله، چې د جنرال عبدالمتین سلېمانخېل په مشرۍ د طالبانو خلاف د فعالیت او د جمهوري نظام د يوه برخه کومانډو ځواکونو د انسجام ادعا لري، وايي چې د چپرهار ولسوالۍ په کنډي خېل سیمه کې يې ‌د طالبانو په يوې پوستې برید کړی او د ۸ طالبانو د وژلو تر څنګ یې د هغوی وسلې او مهمات ورسره وړي دي.

معلومه نه ده، چې دواړه ادعا شوې پېښې يو او که سره جلا دي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره په افغانستان کې د نا امنیو پيښو خبري پوښښ دقیقو اطلاعاتو ته د لږ لاسرسي له کبله ډير ستونزمن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...