سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهصالح: ط - ان د پښتنو استازي نه دي، يوازې جنوب کې...

صالح: ط – ان د پښتنو استازي نه دي، يوازې جنوب کې یې ۳ زره قومي مشران وژلي

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د طالبانو د قومي جریان د معرفي کولو تبلیغاتو ته توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي صالح په یوه لیکنه کې ويلي:(( اکثره طالبان پښتانه دي، خو اکثره پښتانه نه يوازې طالبان نه دي، بلکې په ضد یې هم دي)).

نوموړي له هغو پښتنو فعالانو مننه کړې، چې له پښتنو څخه د طالبانو د نه استازيتوب په اړه کمپاین یې پیل کړی او ترسره کړی دی.

 ‏د افغانستان بې واکه شوی مرستيال ولسمشر زیاتوي، چې طالبانو د پاکستان د استخباراتو په امر يوازې په جنوبي ولایتونو کې ۳ زره قومي مشران، چې نيږدې ټول ېې پښتانه وو، وژلي دي.

 نوموړی زیاتوي:(( نه باید په کومانډو ځواکونو کې د هېواد د ختیځ، په ځانګړي ډول د ننګرهار د ځوانانو ډېر مانا دار او فعال ګډون هېر کړو. کله به مې چې د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او قربانيو راپور لیده، هیڅ ورځ به نه وه، چې ننګرهار نه شهیدان ونه لرو)).

امرالله صالح وايي، چې کونړ هم د هېواد له هغو ولايتونو څخه و، چې ډېر سرتېري یې لرل او ډېرو کورنیو ېې د افغانستان د دفاع لپاره خپل غړي د دفاعي ځواکونو په لیکو څ قربانيان کړل.

  صالح ټینګار کوي، چې نه باید دغه قربانۍ له یاده وویستل شي.

د طالبانو دغه مشهور مخالف سیاستوال زیاتوي، چې حقاني شبکې د ده په ټکیو د جمهوريت د سقوط لپاره له شرمه ډکې نړيوالې او سیمه ییزې معاملې نه مخکې د خوست او پکتيا ولايتونو یوه لوېشته هم ونه نیوله، ځکه په خبره یې قومي قطعې یې پر وړاندې ولاړې وې.

امرالله صالح، چې اوس د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت له مخکښانو څخه دی، په پنجشير کې د مقاومت د پیل يادونه کوي او وايي:(( په لومړیو ورځو کې څه باندې ۵۰ پیلوټان راسره ملګري شول، چې اکثره یې پښتانه وو، خو د وخیم وضعیت او سخت ماحول له کبله يې دوام ورنه کړای شو.))

 امرالله صالح زیاتوي، چې طالبان نه بايد د پښتنو استازي وګڼل شي، ځکه په وینا یې استعمارګر ځواکونه همدا غواړي څو قومي ناندرۍ راپاروي.

په وروستيو کې يو شمېر ناپښتنو فعالانو طالبان د پښتنو استازي ګڼلي او دوی یې په شمال کې د غیر پښتنو په وژلو تورن کړي وو.

يوه لويه برخه پښتنو فعالانو، چې د طالبانو په واکمنیدو له هېواده وتلي، دغه تورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

خپله طالبانو هم ډېر ځله ټینګار کړی، چې دوی کوم قومي نه بلکې « اسلامي» جريان دي او د « اسلامي نظام» د عملي کیدو لپاره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب