Homeخبرونهجوزجان کې ترافيکي پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې

جوزجان کې ترافيکي پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) ‏په ‎جوزجان کې د کاماز موټر د چپه کېدو له امله اته تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې دغه پېښه د قوشتېپې ولسوالۍ ترکمن پل ته څېرمه شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دی پېښې او زيانمنو شويو کسانو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ترافيکي پېښه خبرونه زيات شوي.

د جګړې له کمیدو سره په هېواد کې ترافيکي پېښې د روانې مرګ ژوبلې له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...