جانداد
په لندن کې د پيژندل شوي لیکوال، شاعر، ژباړن، مدني او سیاسي فعال فدامحمد نظري د لومړي تلین نمانځنه
د دې میاشت په ۱۵ نیټه د سوتهال په کابل رستورانت کې لندن افغان ادبی بهیر او د ارواښاد فدامحمد نظری کورنۍ د افغان ادبی بهیر د تکړه ملګری شهیدفدامحمد نظری د لومړی تلین یادغونډه رابللې وه.
د نمانځنې او درناوی په دې درنه غونډه کې د ارواښاد پر کورنۍ او خپلوانو برسیره د ارواښاد نږدې دوستانو، نورو ګڼو لیکوالو، شاعرانو، سیاسي او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې چې د بی بی سی تکړه ویاند سپین تڼي پرمخ وړه، د مرحوم فدامحمد نظري پر ژوند او اثارو ګڼو لیکوالو، شاعرانو، مدني او سیاسي فعالانو په زړه پورې ویناوې وکړې.
د غونډې رابلونکې عبدالوکیل سوله مل نوموړی هغه بې جوړې فرهنګ پالونکی وباله چې دخپلې سوداګرۍ نیمایی ګټه ېې په فرهنګي چارو ولګوله او هیڅ فرهنګي غونډه ېې قضا نه کړه، ټول وخت ېې هم له لیکوالوسره د دوی د کتابونو په چاپ کې مالی برخه اخیسته او هم ېې له بې وزله لیکوالو او شاعرانو سره نغدي مرسته کوله.
د غونډې دوهم ویناوال شیرولی ورین و. شیرولي د هغه د لنډ ژوندلیک ترڅنګ د هغه په سیاسي اوفرهنګي فعالیتونوهم لنډه رڼا واچوله.
لیکوال او وتلی ژورنالیست عبیدالله محک له هغه سره د خپل سیاسي او سوداګریز فعالیت ډیر یادونه او خاطرې شریکې کړې، هغه نومړی بریالی سوداګروباله، او د مرحوم د هغومرستو یادونه ېې وکړه چې د داکترنجیب الله د حکومت پروخت يې ګڼوفرهنګي مرکزونو لکه خوشال فرهنګی ټولنې سره کړې وې.
د پښتوژبې او ادب ځلانده څیرې استاذ مجاوراحمد زیار د تیلیفون پرلیکه د مرحوم د خپلو او ژباړل شویو شعرونوپه جوړښت او څرنګوالي په پوره تقصیل رڼا واچوله، هغه ېې د سپين شعر کامیاب استازی ونوماوه، د هغه د ژباړل شویو اشعارو غوروای او تنوع ېې هم په پښتو ادبي ژباړه کې بې جوړې هڅه وبلله.
وتلی سیاسي فعال نوروهاب څپاند هغه ویناوال و چې له مرحوم سره ېې پوره نیمه پیړۍ پيژندل. هغه له ده سره د ګډ سیاسي زندان ګڼې خاطرې شریکې کړې. هغه یې ځیرک، د پوره مطالعې او سیاسي بصیرت لرونکی وباله.
پيژندل شوی لیکوال اوژورنالیست ایمل پسرلی هم پخپل وار د نوموړی د ګڼو صفاتو او او ښیګڼو ذکر وکړ. هغه ېې په هیواد او فرهنګ مّین شخص وباله، او د ده لیکلي او ژباړل شوي اثار یې د پښتوادب ښه اضافه یاده کړه.
تکړه شاعرنظیف الله تکل هم د نوموړي د شاعرۍ لنډ جاج واخیست، د هغه د شعرونو څو بیلګې ېې یادې کړې او نوموړي ېې د دغو بیلګو له مخې د هیواد د ښوشاعرانوپه قطارکې ودراوه.
د غونډې بل وینا وال د دري ژبې وتلی لیکوال او شاعرسیدرضا محمدي و. محمدی هغه ډیر کاکه او بې جوړې فرهنګپال ونوماوه. په کابل کې یې د هغه د فرهنګي کارونو او مرستو لنډه یادونه وکړه.
په رضا محمدي پسې ګڼو لیکوالو او مدني فعالانو هر یو نویدمحسني، فرید مل، سلطانی، پيژندل شوي شاعر او لیکوال شهسوارسنګروال او ښه شاعر غلام محمد کامه وال پخپل وار د نوموړي د ژوندانه په مختلفو اړخونو لندې خبرې وکړې.
د غونډې وروستی ویناوال د مرحوم نظري زوي میوند نظري و. هغه د افغان ادبي بهیر د مدیر سوله مل شینواري مننه وکړه چې د ده د پلار په یاد ېې دا غونډه رابللې وه. هغه د پلار نور فرهنګي ملګري هم وستایل چې په دې غونډه کې یې رغنده برخه واخیسته او د هغه د ژوند پرمختلفو اړخونو یې په زړه پورې ویناوې وکړې.
د میوند نظري په خبروسره د نمانځنې دا درنه غونډه پای ته ورسیده.
د نورو ډیرو کسانو په خلاف، د مړو سره می تر ژوندو ډیر سات تیرېږی.
یو څو معدودو کسانو د کندهار ډ ډیرو ځوانانو فکری جامې د خپلو ژیړو ژبو پواسطه ور ژړی کړې وې.
دا ټکی به زموږ د رومانتیک! تاریخ په پاڼو کی ثبت وی چی:
څنګه د ثور د پرتمین ! او نه ماتېدونکی ! انقلاب ! آتشین او انقلابی! خواخوږی د ( غوائی ) پر څټ سپاره او لندن ته ئې غاښونه چیچل او څنګه همدا خښمېدلی غاښ چیچونکی انقلابیون ۱۸ – ۱۹ ۲۰ میاشتی وروسته د تلبیس او شیطنت د ځالی ( بی بی سی او حتی انګریزی لیبرال دموکراسی ) په نظافت چیانو بدل سوه.
د غلام حضرت صاحب تبصرې تل په تاند کې لولم، له ډیرو خبرو سره یې موافق یم، جالبې تبصري لیکي خو له دې یوې سره یې چندانی جوړ نه یم. د ده له خبرو داسي ښکاري چې قدايي به خلقی ملقی و خو ډیر خلقیان او پرچمیان شته چې ډی رلوی منصبونه یې لرل خو څوک ورته بد رد نه وايي. ما تراوسه له چا د کشتمند بد نه دي اورېدلي. د مزدک او وکیل …. بد مې نه دي اورېدلي خو یو پښتون نه مړ پریږدي او نه ژوندی. که فدایی خلقی یا بل شی و هم دونه لوی کس به نه و کني ما به یي هم نوم اوریدلی و.
بله خبره دا ده چې که فدایي د څو تنو د خوا په لندن کي ستایل شوی د ادبي کارونو په خاطر ستایل شوی دی. حداقل هغه چا ته بد مه وایاست چي یو نه یو ښه کار یي کړی وي.
راهي
ګران ورور rahi abduhaرهی ابدوهی (زه انګریزی سم نه سم لوستلای) ډیرې شی نقطی ته اشاره کړی ده، زموږ نورو وروڼو دخپلی سیمی خلکی او پرچمی محافظت کی خو پشتانه خپل پشتون خلکی او پرچمی lو مجاهد او طالب په مرګ هم نه پریږدی البته دا مناسبه ده چی دهغوی ناوړه اعمال وغندو، خو داسی نه چی خپل ټول هویت د یو دو په خاطر خراب کو. احمدولی، هنګامه ظاهر هویدا او بلا نور سندربول دنجیب تر پایه هوری کابل کی و، په دوی کی ناشناس اوګلزمان هم و. ظاهر هویدا به ټوله وروځ شوروی ته سفرونه کول او هغوی سره ی سندره بللی( ای کوک دری بیا به پالوم) خو هیچا ملامت نکی بله ورځ یی یو چا په پارسی ورپسی لیکلی و چی هغه د نجیب دوی پروخت کورناستی واو ګوشه و مانا چی شه مجاهد یی ورڅه جوړ کی. دخدای دپاره دا درواغ وګورئ، خو کله چی ګلزمان وفات سو هغه پسې ی نغاری وژغولی چی کمونیست و ناشناس بیچاره سره له دی چی پاکستان ته مهاجر شوی خو د کندهاریو پشتون و. نغاری پسی شوی چی ازادی خاوره سندری یی ویلی هغه یی ورخطا کی آن له خپلی ژبی او کندهار منکر او چټیات یی پیل کړل، آبس روڼو دا یو څو متعصبو شه چال موندلی موږ پر یوبل وهی. راپاتی سوه د بی بی سی . ریشتیا ووایم اوس دی بی بی سی کی یو دی د خوشحال بابا پر کلام هم شخوند وهی دا د حفیظ الله امین سړی و پوهنتون کی یی دلیلی هر اتاق ته غوږ نیوی او چا به چی بی بی سی ارویده هغه یی نیوی بیا دببرک پر وخت یی وایست شوروی ته یی واستوی هوری یی داکتری وکړه پرچمیانو له پوهنتونه وشاړه دا د علی ګل پیوند ،حظرت ګل بارګامی او شیر علی امن د ډلی دی. شیرعلی امن د کونړ هغه خلکی و چی دبیسوادی کورس کی معلم او د ثورانقلاب د مدافغانو مشر و. اوس یی هم پر ټټر او لاسونو د مرمیو نخشی شته او په کونړ کی د مجاهد له خوا له زخمی کیدو وروسته شوروی ته تداوی ته واستول شو چی بیرته راغی معلم یا استاذ یی مقرر کی او پیوند او بارګامی جرمنی ته تللی و دا د بی بی سی یو تاسو رشتیاویلی دی د هغه مهال محصلان یی پیژنی. خو فدا نظری دومره لوی خلکی به نه و او نه یی کوم بد نوم راپاتی دی خو سخی سړی و بله دا سی کندهارکی باری او نظری نوم لرونکی زیات دی چی غلط بر نسئ دا نظری هوری په سوداګری اخته و
د ګران ورور ( راهی صاحب او وحید صاحب ) د څرګندونو په هکله یو وړوکئ عرض:
زموږ د اوسېدو د ښار په مرکزی برخه کی یو تقریباً لوی ډګر ( square ) چی ددې ځای خلګ ور ته ( torge ) وائي، شته دئ چی د شنبه بازار کار هم ترې اخیستل کیږی، د مېوې او سابه مینه وال خرید پکی کوی ضمناً د مظاهرو د تجمع او حرکت مرکز هم دئ او ځینی وختونه د مختلفو هیوادونو سیاسی فعالینو میز میز هم پکی ایښئ او خپل تبلیغاتی توکی ویشی یا ځینی کتابونه ئې د خرڅلاؤ لپاره ایښی وی.
کلونه مخکی د ایران د توده حزب یوې فعالی میرمنی پر میز کتابونه ایښی وه. دوه درې کتابونه احسان طبری ته منسوب کتابونه وه. د دې میرمنی څخه می وپوښتل چی د احسان طبری د ” کجراهه ” پنوم کتاب به چیرته وموندل سی؟
تود ایډیولوژیک بحث مو سره پیل کړ، مؤدبه او آګاه میرمن وه او یو بل ته مو په سړه سینه غوږ نیولئ ؤ.
د خبرو په جریان کی ( البته د یوې مطرح مسئلې په تړاؤ ) ئې وویل:
” انقلابی ګاډۍ ( چی ایرانیان ئې قطار بولی ) مخ په وړاندی روانه ده او دا مهمه نه ده چی په کوم تم ځای کی څوک ور پورته کیږی او څوک ترې کوزیږی بلکه مهمه دا ده چی دا قطار بالآخره مقصد ته رسېدونکئ دئ “.
ما ور ته وویل چی ” د ګاډۍ یا قطار مقصد ته رسېدل خو پخپل ذات کی کوم ارزښت نلری او رسېدل او نه رسېدل ئې هله مفهوم درلودلای سی چی مسافر یا بار ئې حمل کړئ وی” .
د اورېدو څخه دا میرمن نن د سویډن د کمونسټ ګوند په صف کی خاص ځای لری.
په سویډن کی د عمومی انتخاباتو په ورځ درې انتخابات تر سره کیږی:
پارلمانی انتخابات
ایالتی انتخابات
د کمون یا ښاروالئ انتخابات
زما رأیه د د پارلمانی انتخاباتو په هکله سوسیال دموکراټ ګوند ته، ایالتی انتخابات د ( green ) ګوند ته او د ښاروالی انتخابات د خوښی وړ ګوند کمونسټ ګوند ته ده ( البته د ځان لپاره ددې تفکر د توجیه دلائل لرم).
نو خبره می تر ګاډۍ یا قطار پوری کوله؛
د هر شخص فکری قطار روان دئ، ممکن یو انډیوال یا وطنوال ئې تر لس کیلومتری پوری ملګری وی او بل انډیوال او وطنوال ئې تر شل کیلومتری پوری ملګری وی او ممکن بل کس اصلاً ددې قطار د سپرېدو سره مخالف وی البته دلته دوه ډوله قطارونه مطرح دی:
شخصی فکری قطار
عمومی( ګوندی یا ملی ) قطار
شخصی قطار به د ضوابطو پابند نه وی
خو
عمومی او ملی قطار د ځینو ضوابطو او روابطو تابع او پابند دئ.
په شخصی قطار کی شاید چلوونکئ د مقرراتو تابع نه وی او د تشخیص په صورت کی پر هره لوړه او ژوره د چلولو واک او اختیار لری او که ئې هارن د یو بل چا غوږونه ور وخوړل یا ئې په ډَکه وواهه مسئولیت ئې هم پر غاړه اخلی او برائت هم ځانته ور کولای سی.
په هره توګه، قسم ته اړتیا نسته، ما فقید فدامحمد نظری ( خواری کښ ) پخپل ټول ژوند کی فقط یو ځل له نژدې لیدلئ دئ ( هغه هم په تصادفی توګه او زما د یو دوست او نورو ځوانانو په منځ کی ) خو د هغه کیسې می ډیری اورېدلی دی.
زه به هڅه نه کوم چی د ځان په هکله د ” سوء ظن ” د لیری کولو او برائت حق خوندی ولرم ځکه زه مطمئن او باوری او سخت معتقد یم چی هیڅکله می د خپل یو وطندار د ستائنی یا غندنی غزل په قومی او تباری او سمتی او ژبنی او مذهبی انګېزه نه ده ږغولې.
غلام حضرت صاحب ، ډیره مننه. ډیر عالی فکر او ډیره ښایسته لار او معقول دریځ مو دی. موږ ځوانانو ته ستاسو لار یو روښانه څراغ دی.
هر څوک حق لری نظر ولری ، دا هم حتمی نه ده چه یو څوک د یوازی د یوی ډلی له خوا تقدیر شی ، زمونږ په ځای د خلکو داسی عادت دی چه چا ته یی ضابت وویل هغه چه جنرال هم شی هغی ته ضابت وایی . حضرعمرفاروق رض د حضرت محمد ص په مرګ پسی راغلی وه وه کافر ؤ بیا یی ایمان راوړو او مسلمان شو . دغلام خضرت صاحب دپاره پښتون حق نه لری چه ګوند ته تغیر ورکړی . هغه وخت چه دخلکو ګوند دمنځه لاړ او بیا جهادی ګوندونه په تجارتی ګوندونو بدل شول ، دیرو خلکو کی بدلون راغی ، شهید نظری صاحب د روژی په میاشت د وطنفروشانو له خوا په شهادت ورسیده الله د یی شهادت قبول کړی . هغه په خپل شخصی مصرف کندهار کی لویه کتابخانه جوړه کړه او ډیر یی زړه غوښتل چه دهیواد دپاره څه وکړی ، ځکه یی دیر شخصی دوستان په لندن کی ورته راټول شوی ؤ چه دهغی روح ته دعا وکړی هر څوک چه هیواد ته کار کوی الله د یی خوشحاله لری هغه چه شهیدان دی الله د یی جنتونه نصیب کړی