چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهمتقي: د ناکامورا پلانونه به تعقيب او عملي کړو

متقي: د ناکامورا پلانونه به تعقيب او عملي کړو

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه)د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د چاپان سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت د ډاډ وړ او له کورنیو عوایدو یې د نوي کال د بودجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمتخګ وباله.

 تاکاشي اوکادا له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې سره وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

جاپاني سفیر د کرنې، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي. هغه څرګنده کړه چې هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي هیله څرګنده کړه چې جاپان په افغانستان کې د نیمګړو پروژو په برخه کې انکشافي مرستې تر سره کړي او د جاپاني تبعه افغان خادم ناکامورا ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي.

متقي وویل: دا چې له نشه يي توکيو سره مو مبارزه او د روږدو د درملنې چارې پیل کړې، د جاپان په ګډون ټوله نړۍ دې په دې برخه کې روغتیايي، خوراکي او هر اړخیز کومکونه تر سره کړي چې په دې برخه کې لازیات کار وکړل شي چي د افغان ټولنې تر څنګ نړۍ هم ترې په امن شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د پلانونو د تعقيب او عملي کیدو خبره په داسې وخت کوي، چې د نوموړي د وژل کیدو پړه پر پاکستان اچول شوې او د دې کار په عملي کولو طالبان تورن شوي وو.

ناکامورا د کونړ د سیند د اوبو مدیریت او ورڅخه د افغان کروندو د خړوبولو یو شمېر اساسي پروژې عملي کړې وې، خو نورې یې نیمګړې پاتې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب