چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی له څو مياشتې نادرکۍ وروسته بيا ط مشرانو سره څرګند...

عباس ستانکزی له څو مياشتې نادرکۍ وروسته بيا ط مشرانو سره څرګند شو

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) ‏ ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی له څو مياشتيني نادرکۍ څخه وروسته بيا له طالب مشرانو سره، هغه هم له هېواده بهر لیدل شوی.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس د نوموړي عکسونه د طالبانو د رییس الوزرا له لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره يو ځای خپاره کړي.

ملا برادر د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر د مړينې د‌ غمرازۍ په مراسمو کې د ګډون په موخه ياد شوي هېواد ته د سفر په څنډه کې له هلته مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي هم ملتیا ورسره کړې ده.

په دې لیدنه کې عباس ستانکزي هم سوداګرو ته وینا کړې او ويلي، چې ټول افغانان یو شان دي او اقلیت او اکثریت یې په منځ کې وجود نه لري.

عباس ستانکزی او کورنۍ یې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او د طالبانو له واکمنیدو سره بیا هم هېواد ته ستانه نه شول.

ویل کیږي، چې نوموړی له خپلې ورکړې دندې او صلاحیتونو څخه ناراضه دی، ځکه د بهرنيو چارو وزارت یې خپل حق باله.

عباس ستانکزی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د دوی د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال و.

هغه وروسته، په ځانګړي ډول د طالبانو د شل کلنې جګړې د حل و فصل او له امریکا سره د سولې تړون له مطرحو څېرو څخه و.

عباس ستانکزی، چې د داود خان د حکومت په وخت کې یې هندوستان کې پوځي زده کړې کړي، ويل کيږي چې پاکستان او ورسره ډېرو تړلو طالب مشرانو سره ښې اړيکې نه لري، له دې کبله د ورسره وعده شوي بهرنيو چارو وزارت څخه محروم شوی دی.

عباس ستانکزی د طالبانو له واکمنیدو سره، يو ځل هغه هم د ملا برادر په ټینګار افغانستان ته راغلی او دندې ته معرفي شوی و.

د هغه د یوې نیږدې سرچينې په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي له عباس ستانکزي سره ښې اړيکې نه لري، په همدې دليل یې نوموړی په وزارت کې بې صلاحيته ساتلی او بیرته هېواد ته پريښودلو ته مجبوره کړی دی.

1 COMMENT

  1. ملاشیرمحمد عباس ستانکزی د حفیظ الله آمین په وخت کې د ګوند د غړیتوب او د حربي پوهنتون د اولیه سازمان د منشي توب په درلودلو سره له موسی خان او عبدالستار مراد سره یوځای هندوستان ته ولېږل شول چې د نظامي تحصیل په پای کې لومړی کابل او بیا د دوستانو په مشوره پېښور ته لاړل چې هریو یې مختلفو تنظیمونو سره یوځای شول. ملا عباس ستانیکزی هم د مولوی محمد نبي د حرکت انقلاب اسلامي له تنظیم سره د کلیوالي پېژندګلوی له امله تنظیم شو چې بیا د ټالبانو د پیدایښت نه وروسته د آی اس آی په مشوره د ټالبانو له حرکت سره یوځای شو.
    هغه د خپل اپورچونیستي خاصیت په درلودلو سره کولای شي په آساني له نوي محیط او شرایطو سره ځان عیار کړي . ښاغلي ستانیکزي د ټالبانو په لومړۍ دوره کې له نورې نړۍ سره د اړیکو د نه درلودلو په اساس د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال په بست کې د معاش په اخیستلو ، د هغه وزارت د ملا امام دنده سرته رسوله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب