دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد‌ م.م ځانګړی راپور جوړونکی د بشري حقونو وضعیت ارزولو لپاره راغلی

د‌ م.م ځانګړی راپور جوړونکی د بشري حقونو وضعیت ارزولو لپاره راغلی

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنټ د بشري حقونو د وضعیت ارزولو لپاره کابل ته راغلی.

ويل شوي، چې نوموړي د طالبانو د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره ليدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو دغه استازی به د‏ ‎افغانستان پر اوسني وضعیت، مثبت بدلون، امنیت او پر بشري حقونو د حقایقو پر بسنټ راپور جوړ کړي.

 د ملګرو ملتونو دغه استازي د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره هم ليدلي.

مولوي کبير په دې لیدنه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د نويو قيوداتو، چې د حجاب په نوم وضع شوي، دفاع کړې ده.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه نړيوال استازي په حواله ویل شوي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه پر رسنيزو راپورونو د استناد پر ځای له نيږدې غواړي وضعيت وارزوي او د بشري حقونو په اړه ملګرو ملتونو ته کره راپورنه وړاندې کړي.

ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو استازي د ښځو د زده کړو، کار، حجاب، د رسنيو ازادۍ، د زندانيانو وضعیت، ټول شموله حکومت جوړيدو او د مدني ټولنې د وضعیت په اړه معلومات غوښتي دي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال ويلي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو هغو کنوانسيونو ته ژمن دی، چې اسلام سره په تضاد کې نه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس د امنيت له تامينيدو سره بشري حقونه تر پخوا ښه تامينيږي او د هندوانو او سکانو په ګډون ټول افغان نارينه او ښځينه له دې نعمتونو څخه برخمنیدای شي.

مولوي کبير د حجاب په نوم د خپلو وضع کړو قوانينو په اړه ویلي، چې هره افغانه ښځه له حجاب سره ځان « ارامه» احساسوي.

د طالبانو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې د طالبانو په لاس د غچ اخيستونکو وژنو او زندانيانو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړل.

هغه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي ته وويل، چې د طالبانو له زندانونو ليدنه کولای شي، څو ور معلومه شي چې هیڅوک د محکمې له حکم پرته بندي شوی نه دی.

د‌ ملګرو ملتونو یاد شوی استازی په داسې مهال په دوه ورځیني سفر کابل ته راغلی، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض راپورونه زيات شوي.

طالبانو په دې اړه راپورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب