یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+امریکايي کمپنۍ پر بې چلوونکي لارۍ ۲ میلیون مایله مزل وکړ

امریکايي کمپنۍ پر بې چلوونکي لارۍ ۲ میلیون مایله مزل وکړ

تاند- په اوس وخت کې، چې د کورونا وبا د خپرېدو له کبله ډېر خلک په انلاین سودا رانیولو عادت شوي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ټرک یا لاریو د چلوونکو کموالی ډېر احساسېږي.

د دې ستونزې یوه حللار بې چلوونکې لارۍ دي، ګڼې کمپنۍ له یو بل سره د بې چلوونکو لاریو د جوړولو په سیالي بوختې دي. د دغو کمپنیو په منځ کې یوه هم د سندیاګو (TuSimple) شرکت دی.

ډ سي این این د راپور له مخې، دې شرکت چې په ۲۰۱۵ م کال تاسیس شوی، په امریکا، اروپا او چین کې پر خپلو ۷۰ لومړنیو بې چلوونکي ټرکونو ۲ میلیون مایله تجربوي مزل کړی دی.

توسیمپل کمپنۍ د لارۍ جوړولو له دوو لویو نړیوالو شرکتونو لکه د امریکا ناویستار او تراټن او د جرمني له فولکس واګون سره معاملې کړي چې بې چلوونکي ماډلونه ورته جوړ کړي. دا شرکت هیله لري چې تر ۲۰۲۴ پورې به دا ډول لارۍ بازار ته راوباسي.

په وروستیو ورځو کې د توسیمپل کمپنۍ لارۍ د اریزونا له نوګلېلس څخه تر اوکلاهاما ښاره ۹۵۱ مایله سفر وکړ.

د تو سیمپل کمپنۍ مسوولان وايي چې په دې سفر کې د دوی په ټرک کې د احتیاط لپاره چلوونکی او یو انجینیر سپاره وو خو هغوی په ټوله لار کې لارۍ خپل کار ته پرېښوده او هیڅ شي ته یې لاس ورنه وړ.

دا ډول لارۍ کمپنۍ ته په ۵۰ زره ډالره تمامیږي او له نورو لګښتونو سره یې بیه ۲ لکه ډالرو ته رسېږي خو بیا هم تر ډرایور لرونکو هغو ارزانه پرېوځي ځکه چې د چلوونکي معاش نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب