یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسان د لوېدیځ د بندیزونو له کبله په ترکیې کې کورونه اخلي

روسان د لوېدیځ د بندیزونو له کبله په ترکیې کې کورونه اخلي

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) د ترکیې د احصایې مرکز پرون (پنجشنبې) په خپل میاشتني راپور کې وویل چې په دغه هیواد کې په اپریل میاشت کې د روسي اتباعو له لوري د کورونو رانیول دوه برابره زیات شوي دي.

د دې راپور له مخې، په اپریل کې روسي وګړو په ترکیه کې ۱۱۵۲ کورونه / اپارتمانونه اخیستي چې د نورو بهرنیانو تر پېرل شویو کورونو ډېر دي.

په جنورۍ او مارچ کې بیا په ترکیه کې تر ټولو ډېر کورونه ایرانیانو اخیستي وو.

ایرانیانو په مارچ میاشت کې په ترکیه کې ۹۰۵ کورونه اخیستي وو.

اکثره ایرانیان له دې کبله په ترکیه کې کور اخلي چې تر ایران ارزانه دي او بل ډېری ایرانیان غواړي چې د ترکیې پاسپورت ترلاسه کړي.

ترکیې پخوا د هغه کور په بدل کې پاسپورت ورکاوه چې ارزښت یې ۲ لکه امریکايي ډالره وي خو اوس یې دا اندازه لوړه کړې ده.

خو روسان بیا له دې کبله په ترکیه کې کورونه اخلي چې لوېدیځ د اوکراین د جګړې په خاطر پر دغه هیواد بندیزونه لګولي دي. د اوکراین د جګړې په نتیجه کې د لوېدیځ بندیزونه سبب شوي چې روسان په اروپايي هیوادونو کې پانګونه ونه کړای شي نو ترکیې او دوبۍ ته یې مخه کړې ده.

د ترکیې د احصایې مرکز وايي، په اپریل میاشت کې ۶ زره ۵۲۴ کورونه په دغه هیواد کې پر بهرنیانو پلورل شوي دي.

له روسیې وروسته ډېر کورونه په ترتیب، ایرانیانو، عراقیانو، قزاقانو، جرمنیانو، افغانانو او اوکراینیانو رانیولي دي.

دوی په تېرو ۴ میاشتو کې څه باندې ۲۱ زره کورونه اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب