یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ د شانګهای همکارۍ سازمان | جلال الدين شينواری

 د شانګهای همکارۍ سازمان | جلال الدين شينواری

د شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمه ايز سازمان دی، په ۱۹۹۶ کال کې د چین په شانګهای ايالت کې د سيمې د پنځه هېوادونو(چين، روسيې، تاجيکستان،قرغیزستان او قزاقستان) له لوري، د يادو هېوادونو تر منځ د مرزي ستونزو د حل او اعتماد رامنځته کولو په موخه د (په مرزي سيمو کې د نظامي اعتماد ډېروالي) تړون لاسليک شو چې په دې توګه د (شانګهای ۵) سازمان رامنځته شو.

خو کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د دغه سازمان شپږمه غونډه په شانګهای کې وشوه او د ازبکستان هېواد له دغه سازمان سره يوځای شو نو د شانګهای همکارۍ سازمان د شتون اعلان وکړ‌. اوس مهال اته هېوادونه (چين، روسيه، هندوستان، پاکستان، تاجيکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغيزستان) د دغه سازمان دايمي غړیتوب لري او څلور هېوادونه (افغانستان، ايران، منګوليا او بیلاروس) يې ناظر يا څارونکي غړي دي.

د سيمې د هېوادونو امنيتي اندېښنې، د تروريزم او بېلتون غوښتنې پراختيا، د مخدره توکو کرکېله او قاچاق چې ځينو له دغو پديدو له سيمې څخه بهر رېښې لرلې او د غربي هېوادونو له لوري په سیمه کې د خپل نفوذ د ډېروالي تحرکات بلل کېدل هغه مهم لاملونه دي چې چين او روسيه يې د سيمې له نورو هېوادونو سره يوځای د نوموړو ګواښونو د مخنيوي لپاره مرستې او همکارۍ ته وهڅول. د وخت په تېرېدو سره په دغه سازمان کې د امنيتي مسايلو تر څنګ نورو برخو لکه اقتصادي او فرهنګي مسايلو ته هم پاملرنه وشوه.

د شانګهای همکارۍ سازمان د خپلې ځمکنۍ پراختيا او د غړو هېوادونو د وګړو د ډېروالي له امله نن ورځ د نړۍ يو له مهمو او لويو سازمانونو څخه شمېرل کېږي.

افغانستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې د دغه سازمان په ټولو ناستو کې د مېلمه او ناظر غړي په توګه حضور لرلی، په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د دغه سازمان د ناظر غړي په توګه و منل شو او په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان په نوموړي سازمان کې د دايمي غړيتوب غوښتنه کړې خو تراوسه نه ده منل شوې.

روسي او چينايي ژبې د دغه سازمان رسمي ژبې دي. د شانګهای سازمان د اساسنامې له مخې نوموړی سازمان د لاندې موخو او آرونو(اصولو) پر بنسټ جوړ شوی او فعاليت کوي.

د شانګهای سازمان موخې:

1- د غړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکې او د متقابل اعتماد غښتلتيا
2- په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو، علومو او ټيکنالوجۍ، کلتور، زدکړو، لېږد را لېږد او نورو مسايلو کې د غړو هېوادونو تر منځ د اغېزمنې همکارۍ پراختيا
3- په سيمه کې د امنيت سولې او ثبات په برخه کې ګډه همکاري
4- د ولسواکۍ، عدالت او عقلانيت پر بنسټ د يوه نوي اقتصادي او سياسي نظم له رامنځته کیدو څخه ملاتړ

د شانګهای سازمان آرونه(اصول):

1- د ملګرو ملتونو د منشور له اوصولو څخه تبعيت
2- د نورو هېوادونو خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی
3- د نورو په کورنيو چارو کې نه مداخله او له زور څخه کار نه اخيستل
4- د ټولو غړو هېوادونو تر منځ مساوات
5- د خبرو اترو او مشورو له لارې د ټولو مسلو حل کول
6- د نورو هېوادونو او سازمانونو په مقابل کې اقدام نه کول
7- د نړۍ هېوادونو ته د پرانيستو دروازو سياست او له هغوی سره هر ډول خبرو اترو، همکاريو او مبادلاتو ته تمايل

د شانګهای سازمان د ګڼو رکنونو لرونکی دی لکه: د دولتونو د مشرانو شورا، د حکومتونو د مشرانو شورا، د‌بهرنيو چارو د وزيرانو شورا، د ورانکارۍ ضد سیمه ايز بنسټ او دارالانشاء.

دارالانشاء يا سکرټريټ د دغه سازمان تر ټول مهم اجرايي او اداري ارګان دی چې دايمي فعاليت لري او مقر يې د چين هېواد په پکن ښار کې دی.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب