شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله هېواده د غنمو په بهر ته لېږدولو بنديز ولګول شو

له هېواده د غنمو په بهر ته لېږدولو بنديز ولګول شو

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له هېواده د غنمو په بهر ته وړلو بنديز ولګول شو.

د نوموړي په وينا، د هېواد ټولو ګمرکاتو ته د ماليې وزارت لخوا لارښوونه شوې چې له هېواد څخه د غنمو بهرته انتقالول او ایستل په مطلق ډول بند کړي.

مجاهد زیاتوي:« دا کار په هېواد کې د غنمو له کمښت څخه د مخنیوي په منظور ترسره شوی دی.»

دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې په وروستيو کې د غنمو د بهر ته لېږدولو په اړه راپورونه او نیوکې زیاتې شوې وې.

يو شمير خلکو د طالبانو یو شمېر چارواکي هم په دې کار کې په لاس لرلو تورن کړي وو.

 د نړيوالو ادارو د معلوماتو له مخې، نړۍ د غنمو له کمښت سره مخامخ ده او له همدې کبله ډېرو هېوادونو د غنمو پېرلو او قاچاق ته مخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب