شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېسراج الدين حقاني، د پاکستان د سولې سفیر!

سراج الدين حقاني، د پاکستان د سولې سفیر!

نجيب الله ځاځی

د حقاني شبکې مشر همدا هفته د څېرې له مطبوعاتي کیدو څخه وروسته یې په لومړي ځل د سي اين اين نړيوالې خبري شبکې سره مرکه وکړه.

په دې مرکه کې ملا حقاني نورې خبری هم درلودې، خو مهمه او اصلي خبره یې دا وه، چې طالبان له امریکا سره نوره کومه دښمني نه لري او په ديپلوماسۍ ورسره خپل مشکلات اواروي.

د محترم حقاني صاحب دا مصاحبه په داسې وخت کې تر سره شوه، چې د پاکستان په خوار و زار اقتصادي ناورين کې د نوي حکومت خارجه وزير بلاول بهټو امريکا ته د مالي کومکونو د جذبولو لپاره تللی دی.

ټي ټي پي سره مذاکرات

دغو دوو تحولاتو سره په يوه وخت باندې په کابل کې د طالبانو د ادارې وياند ذبيح الله مجاهد اعلان وکړ، چې طالبانو د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د سولې د مذاکراتو کوربه توب کړی او په موقتي اوربند یې موافقه شوې ده.

مجاهد د طالبانو هغه کسان نه دي ياد کړي، چې د مذاکراتو په اصطلاح منځګړيتوب یې کړی، مګر تېر ځل اعلان شوی و، چې د پاکستان دغه مذاکرات حقاني تنظيم کړي وو.

دا ځل هم واضح دی، چې دا کوربه توب د سراج الدين حقاني په نوم شوی، ځکه هغه په وزيرستانونو کې د ځانمرګو ټريننګ مرکزونه لرل او هم یې ټي ټي پي سره مشترکې پروژې او اجنډاوې عملي کولې.

تړاوونه!

د دا درې سره موضوعاتو تړاوونه واضح او دغه دي:

۱- پاکستان غواړي امريکا ته وښيي، چې که د قطر او کوټې شورا طالبان یې له نورو دوکانونو نه اخيستي وي، حقاني شبکه چې نورو نه خطرناکه ده او ۱۰ ميليونه ډالره قيمت يې لا هغه څو کاله مخکې یوازې د مشر و، پاکستان سره په غټه معامله کې خپلیدای او په لویو سیمه ییزو لوبو کې استفاده کیدای شي.

۲- دنیا او امريکا ته ښودل کيږي، چې سراج الدين خان همغومره سختۍ سره، چې څو زره ځانمرګي یې له رسول الله سره په دې دنيا کې د مخامخو خبرو په وعده ځان الوزولو ته سوق کړل، همغومره نرم هم دی چې د پاکستان د پوځ او طالبانو مذاکرات یې بللي او د سولې پروژه یې دا ده مخې ته وړي.( دا نقش پاکستان د سراج الدين په پلار جلال الدين هم لورولی و، اول یې خوست ورباندې نابود يا د هغوی په اصطلاح فتح کړ، بيا یې کابل کې د تنظيمي جنګونو منځګړتوب ته ګرځاوه او شهرت ننګیال یې ورسره ګزارشګر کړی و، چې يوه ورځ به ملا جلال الدين نه په ۱۴ ګرامه ماغزه کتاب کې د سولې هیرو جوړوي) .

۳- امريکا او دنيا ته ښودل کېږي، چې پاکستان د منطقې د تروريستانو د مور په حيث د دوحې تړون په شان پر مصرفه او په خپل غیاب کې معاملې د سراج الدين په شان خلکو په وسيله خنثی کولای شي، لکه خنثی په نويمه دقیقه کې چې د کابل ناڅاپي سقوط سره یې خنثی هم کړ.

څه به کیږي؟

۱- پاکستان به ميلياردونه ډالره مرسته يا قرضه امريکا او نورو هېوادونو نه واخلي.

۲- سراج الدين به د سولې د سفیر په حیث تبارز وکړي او کیدای شي د طالبانو د تش په نوم ژوندي خو مړ شوي مشر هیبت الله اخوند د نایب له چوکۍ نه د ټولو طالبانو د امير المؤمنین چوکۍ ته کینول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب