سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+په پاکستان کې بې ساري ګرمي او کولرا خپره شوې

په پاکستان کې بې ساري ګرمي او کولرا خپره شوې

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۷ مه) د سختې ګرمۍ ترڅنګ د پاکستان په مرکزي برخو کې کولرا خپره شوې او زرګونه کسان پرې اخته شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې د هند براعظمکي (پاکستان او هندوستان) په ګڼو سیمو کې د تودوښې درجه ریکارډ حد ته رسېدلې چې له کبله یې د میلیونونو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

د کولرا (وبا) لومړۍ پېښې د اپریل په ۱۷ مه د بلوچستان ایالت په پیرکوه سیمه کې تشخیص شوې.

د دغه ایالت د روغتیا د ادارې د مشر ډاکتر احمد بلوچ په وینا، اوس لږترلږه ۲ زره تنه پرې اخته شوي او ۶ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه نه لري او سږ کال د وچکالۍ له کبله د اوبو نلونه وچ دي.

د سند صوبې په جېکب اباد کې د یکشنبې په ورخ د تودوښې درجه د سانتي ګراد ۵۱ ته ورسېده.

د ۲۰۱۵ م کال په دوبي کې زرګونه کسان په پاکستان په تېره بیا په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ له کبله مړه شول.

په هند کې هم سږ کال ګرمي کمسارې بلل شوې ده. د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه ډیلي کې د تودوښې درجه د سانتي ګراد ۴۹ ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده چې د جون او جولای لا تودې میاشتې را په مخ کې دي.

په وروستیو میاشتو کې په هند کې د تودوښې د درجې متوسط په تېرو ۱۲۲ کلونو کې تر ټولو لوړ بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب