سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+یوې هندي ښځې او خاوند پر خپل زوی د اولاد نه پیدا...

یوې هندي ښځې او خاوند پر خپل زوی د اولاد نه پیدا کولو په خاطر دعوه کړې

تاند- په هند کې یوې ښځې او خاوند یې په محکمه کې د خپل زوی او انږور خلاف دعوه اقامه کړې چې له واده یې ۶ کاله تېریږي خو اولاد نه پیدا کوي.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، دوی له خپل زوی او انږور څخه د ۵۰ ملیونه هندي روپیو تاوان یا جریمې غوښتنه کوي.

د دوی په عریضه کې، چې سي این این تلویزیون لیدلې، ویل شوي چې د خپل زوی په لویولو او پاللو یې نژدې ۲۰ ملیونه هندي روپۍ (شاوخوا ۲۵۷۰۰۰ ډالر) لګولي دي.

د دوی مدافع وکیل اروند سرفاستاوا پرون (دوشنبې) وویل چې د ده موکیلانو خپل زوی لوی کړی، زده کړې یې پرې کړي، پېلوټۍ ته یې رسولی او دې ټولو کارونو مصرف غوښت.

ده زیاته کړه:«دوی په خپل ګاونډ کې خلک ویني چې له خپلو لمسیانو سره لوبې کوي او احساس کوي چې دوی یې هم باید ولري.»

سندرا (Sadhana Prasad) او سنجیف پراساد (Sanjeev Prasad)، چې پر خپل زوی او انږور یې دعوه کړې، د هند د شمالي ایالت اتراکهنډ په هریدوار ښار کې اوسي.

دوی وايي انږور یې باید تر راتلونکې کال پورې یا لمسی ورته وزېږوي یا تاوان ورکړي.

مدافع وکیل سرفاستاوا وايي، د موکیلانو عمرونه یې هغه حد ته رسېدلی چې که د دوی پر ځای هر څوک وي، غواړي چې لمسی یا لمسۍ ولري.

سي این این تلویزیون وايي، د دې جوړې د زوی یا انږور په موندلو بریالی نه شو چې د هغه نظر وپوښتي.

د دوی په عریضه کې دا هم لیکل شوي چې خپل زوی او انږور ته یې په واده کې د سوغات لپاره موټر اخیستی و.

د هلک عمر ۳۵ او د نجلۍ ۳۵ ښودل شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب