Homeخبرونهسمنګاني: لغوه شوې ادارې د اړتيا په صورت کې بیرته فعالوو

سمنګاني: لغوه شوې ادارې د اړتيا په صورت کې بیرته فعالوو

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د واکمنۍ د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د دوی د مشرتابه له لوري نن د افغانستان د اداري نظام د يو شمېر اداري واحدونو د لغوه کیدو په اړه توضیحات ورکړي.

 د طالبانو په يوه مکتوب کې، چې پرون رسنيز شو، د‌ بشري حقونو او د اساسي قانون د تطبيق پر څارنې خپلواک کميسیونونه، د مصالحې عالي شورا، د ملي امنيت شورا او د ملي شورا د مشرانو او ولسي جرګې دارالانشاګانې لغوه شوي دي.

نن د طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني په دې اړه د نیوکو په غبرګون کې ويلي، چې يادې ادارې غیر فعاله وې او دوی د مالي کال په بوديجه کې تخصیص نه درلود.

د نوموړي په وينا، يادې ادارې به د اړتيا په صورت کې بیرته فعال کړل شي.

د طالبانو په یوه رسنيز شوي مکتوب کې پرون د دوی د رييس الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په لاسليک لیکل شوي، چې يادې ادارې د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په شفاهي امر لغوه شوي.

دا اداري جوړښتونه په داسې مهال لغوه شوي، چې له افغانستان څخه تازه بهر ته تللي د‌ جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په وروستيو کې پر طالبانو توندې کنايوي نيوکې کړي.

عبدالله طالبان په شمال کې د خلکو په مستندو وژنو تورن کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د اوسنيو سياستونو دوام یې هېواد کورنۍ جګړې ته ور کاږي.

طالبانو د عبدالله څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معلومه نه ده چې د دغو اداري تشکيلاتو او په خاص ډول د مصالحې عالي شورا د لغوه کیدو پریکړه خو به د عبدالله څرګندونو سره تړاو نه لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...