تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د استخباراتو ادارې ویلي، چې په کونړ کې یوه تښتول شوې ۱۴ کلنه نجلۍ یې له تښتول کیدو څخه ۱۸ مياشتې وروسته د تښتونکو له منګولو ژغورلې ده.
چارواکو د پېښې په تړاو د ۲ تنو د نيولو خبر هم ورکړی.
د یادې نجلۍ او تښتولو د قضيې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې هم د انسان تښتونې نوې پېښې زیاتې شوي او هم د جمهوري نظام د واکمنۍ له وخته د تښتول شويو کسانو د خوشې کیدو خبرونه ډېر ورکړل شوي.