سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه ترکیه کې دوستم د طالب مخالفو مشرانو کوربه دی

په ترکیه کې دوستم د طالب مخالفو مشرانو کوربه دی

تاند (سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) وروسته له دې چې د طالبانو ځینو مخالفانو وویل، کله چې له نورو هیوادونو د طالبانو په وړاندې د ملاتړ غوښتنه کوي ورته ویل کېږي چې د طالبانو په وړاندې کومه جبهه نه ویني، یو شمېر سیاستوالو پرېکړه وکړه چې نن شپه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د جنرال دوستم په کور کې راټول شي.

په دې ناسته کې، چې د عبدالرشید دوستم په بلنه جوړه شوې، عبدالرب رسول سیاف، رحمت الله نبیل، کریم خلیلي، محمد محقق، محمد یونس قاتنوني، عبدالهادي ارغندیوال، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، تادین خان، محمد علم یزدیار، میررحمان رحماني، جمال الدین بدر،اسدالله عمرخیل او احمد ولي مسعود ګډون لري.

ځینې کسان په دې غونډه کې انلاین ګډون لري.

ویل شوي چې دوی د بهرنیانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو په وړاندې مقابل لوری یا الترناتیف څوک دی، د یوه الترناتیف یا یوه داسې غږ د موندلو لپاره راټول شوي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د دوی خبرې به څو ورځې دوام وکړي او ایا کومې نتیجې ته به هم ورسېږي او که نه.

تر دې وړاندې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه د اختلاف ښکار شوې وه.

د طالبانو اکثره مخالف مشران احمد مسعود، چې هڅه کوي د طالبانو د اصلي مخالف مشر په توګه ومنل شي، له مشرتابه سره موافق نه دي.

2 COMMENTS

  1. دا ټول وطن پلوری، مفسد، بد اخلاقه او لنډغر دی، د افغانستان خلک دوی نه غواړی د افغانستان باتور ملت یو داسی زعامت غواړی چی وطن له نړی سره په علم، اقتصاد، سیاست، حیثیت او اړیکو کی سیال کړی او افغانان له بیوزلی، محتجی او د پردیو له استخباراتو مستقل کړی موږ یو آزاد او اباد افغانستان غواړو چی له دی لنډغرو یی د جوړولو تمه نه کیږی.

  2. په فیسبوک ځینی نا تایید شوی تصویرونه کی ښودل کیږی چی د ترکیی مشر اردوغان دا غونډه هم له مینخه وړی او ورته ویلی دی چی تاسی اوس څه کاره یاست چی په ترکیه د افغانستان له پاره بی زما له اجازی غونډی جوړوی
    کچیری ټوله نړی دا ډول لنډغرو ته سیاسی ضربه ورکړی ولس به پوه شی اسلامی هیوادونه د افغان ولس غږ اوری او غواړی چی له افغانانو سره واقعی نیکی اړیکی وساتی، داسی نشی لکه پاکستان چی له داعش او جبهه مقاومت ډلو سره نږدی اړیکی پالی او د امریکا د ماتی په ورځ د دوی ټول مشران یی د خپل هیواد PIA شرکت په الوتکه کی پآکستان یوړول یعنی تل افغانانو ته ستونزی جوړوی مګر اوسنی افغان دولت هم د تیر نظامونه څخه زده کړه نکوی او د پآکستان په غلطو او درواغجنو وعدو باندی دوکه کیږی.
    نو زما غوښتنه داده چی د ملګری ملتونه راغلی پلاوی څخه وغواړی چی پاکستان باید نړیوالی محاکمی ته کش کړل شی او د افغانانو سره د ۴۵ کلنی جګړی د جنایتونو د څیړنی او غرامت په اړه نړیوالی محکمه په شتون کی او د نړیوال د فشار په صورت ترینه وغواړی
    کچیری امریکا زموږ ۱۰ ملیارده ډالره نه راکوی نو موږ کولای شی د پآکستان په اړه نړیواله محاکمه شکایت وکړو چی پدی ۴۵ کلنه جګړه د پاکستان او د نړی مغرضو هیوادونو له لاس زیات تاوان لیدلی باید په ګډه پری کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب