یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاشرف غني: د‌ افغانانو په استازيتوب متحده عربي اماراتو ته تسليت وايم

اشرف غني: د‌ افغانانو په استازيتوب متحده عربي اماراتو ته تسليت وايم

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کوربه هېواد متحده عربي اماراتو د دولت د رييس شیخ خلیفه بن زاید النهیان ‏‏ په مړينه خواشيني ښودلې ده.

ښاغلي غني په يوه پيغام کې ويلي، چې نوموړي د خپل هېواد په بدلون کې ځانګړی رول درلود او ورسره یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي فرهنګ او تمدن لپاره هڅې د درناوي وړ دي.

بې واکه شوي ولسمشر زياته کړې، چې د افغانستان د خلکو ژوره غمرازي د نوموړي په مړينه د ياد شوي هېواد خلکو او چارواکو ته وړاندې کوي.

شیخ خلیفه بن زاید النهیان پرون (جمعه) د ۷۳ کلونو په عمر وفات شو.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس وام د راپور له مخې، نوموړی د دغه هیواد دوهم ريیس یا دولتمشر و.

د دولتمشرۍ د وزارت پر اساس، سر له جمعې څخه به په متحده عربي اماراتو کې د ۴۰ ورځو لپاره د ویر په توګه د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د شیخ خلیفه بن زاید النهیان د مړینې په خاطر به د وزارتونو په شمول ټولې دولتي ادارې، سیمه ییزې ادارې، موسسې او همداراز سوداګري سیکتور د درو ورځو په مخه بند وي.

معلومه نه ده، چې په متحده عربي اماراتو کې مېشت جلا وطنه بې واکه شوی افغان ولسمشر به د کوربه هېواد د وفات شوي دولت مشر د مړينې په مراسمو کې ګډون وکړي کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب