یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههارون باچا په جرمني کې کنسرټ وکړ

هارون باچا په جرمني کې کنسرټ وکړ

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د پښتو مشهور هنرمن هارون باچا تېره شپه د جرمني په کولن ښار کې کنسرټ وکړ، چې ډېری ګډونوال یې افغانان وو.

کولن کې تر ډېره افغان کډوال ژوند کوي، خو د هارون باچا کنسرټ ته پکې د جرمني د نورو ښارونو تر څنګ د مختلفو نورو اروپايي هېوادونو څخه هم افغانان ورغلي وو.

د کنسرټ ګڼو ګډونوالو په ټولنیزو رسنیو کې دغه کنسرټ ستايلی او ويلي، چې د افغانستان په ملي سرود د کنسرټ پيليدو، په کنسرټ کې د افغانستان د ملي بيرغونو رپيدو او د هارون باچا ملي او نورو هنري سندرو څو ساعته په افغانستان کې د موجوديت احساس ورکړی.

هارون باچا خپله د دغه کنسرټ په اړه لا خپل تاثر نه دی څرګند کړی.

تمه کيږي، چې د ياد شوي کنسرټ ويډيويي بڼه به هم د ټولنيزو رسنيو له لارې شريکه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب