شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سرپل د روغتيا رييس د زنا په تور نیول شوی

د سرپل د روغتيا رييس د زنا په تور نیول شوی

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) راپورونه وايي، چې د طالبانو استخباراتو په سرپل ولایت کې د دې حاکمې ډلې د عامې روغتيا رييس نور احمد سعید د زنا په تور نیولی دی.

سرچینې وايي، چې دغه طالب چارواکی تېره شپه د ولایتي روغتون په يوه استوګنیز بلاک کې په داسې مهال نیول شوی، چې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رييس هم ورسره و او زنا یې کوله.

د دوی د ادعا شوي زنا د مقابل لوري په اړه څه نه دي ويل شوي، چې څوک وه يا څوک وې؟

 تر دې مخکې د سمنګانو لپاره د طالبانو ښاروال هم په ورته تور نیول شوی و.

تر هغې وړاندې د طالبانو د پاسپورټ د رييس مولوي علم ګل حقاني ورور هم په کابل کې د شراب څښلو، د څو نجونو د نڅولو او پر پاسپورټونو د کمیشن کارۍ په تور نیول شوی و.

طالبانو د تازه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خلک غوښتنه کوي، چې طالبان دې خپلو منسوبينو سره هم هغسې چلند وکړي، لکه له نورو سره یې چې کوي.

د دوی له بيا واکمنیدو سره په یو شمېر ولایتونو او له هغې ډلې په غور او بدخشان کې څو سړي او ښځې، چې په زنا تورن شوي وو، طالبانو د درو وهلو ترڅنګ مخونه ور تور او په خرو وګرځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب