شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمتقي او ازبکستاني لوري د رېللارې د نقشې په ژر چمتو کیدو...

متقي او ازبکستاني لوري د رېللارې د نقشې په ژر چمتو کیدو خبرې وکړې

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار عمرزاکوف سره د ویډیويي خبرو پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریللارې پروژې د نقشې په ژر چمتو کیدو ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې،‌په دې پرلیکه مجلس کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، ترمذ- مزارشریف-کابل-پېښور رېل پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لارنقشې پر نهايي کولو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان هڅه کوي چې ټولو سره په لوړه کچه همکارۍ رامنځ ته کړي.

د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال وويل، چې هېواد يې چمتو دی چې د ترمذ-مزارشريف-کابل-پېښور د پټلۍ نهايي ناسته راوبولي خو په سيمه کې وروستيو تحولاتو دا چاره وځنډوله.

ملا متقي وویل چې د افغانستان اړوندو وزارتونو ترمنځ د رېل پټلۍ د نقشې پر نهايي کولو کار دوام لري او ژر به یې وروستۍ بڼه اوزبک لوري سره شریکه شي.

 عمرزاکوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاريو د لارنقشې په اړه د وروستيو پرمختګونو هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې په لنډ وخت کې وروستۍ شي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، د دوی د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د لارنقشې په باب د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ تر څو نهايي شي.

سرچینه زیاتوي، چې ‌په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې هم د همکاریو لارنقشه او هم د رېل پټلۍ نقشه په نژدې راتلونکي کې نهايي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب