لیکنه: اکمل عالم زی
افغانستان یو په وچه کې پروت هیواد دی، او همدارنګه یو د نړۍ له نا امنه هیوادونو له جملې څخه دی. د افغانستان د ناامنې او وروسته پاتي کیدو یو عمده دليل د اقتصاد نه شتون دی، چې تقریبآ ۷۰ په سلو کې ستونزي یې اقتصادي ستونزې دي. که چیرې یو هیواد ښه اقتصاد ولري د هغه هیواد به حکومت، نظام او ملت په پښو ولاړ وي او د هيڅ نوع بدمرغيو شاهد به نه وي. چې دا نیکمرغي د هغه هیواد په خپلو اقتصادي منابعو پوري اړه لري. ترڅو چې خپلې سرچنې ونه لرې هيڅ بل هیواد ور سره تر اخيره مرسته نه کوي او که یې کوي هم د ده په زیان به وي او بدیل به تري اخلې. چې هغه بدیل به ډیر ګران وي لکه څنګه چې یې موږ همدا اوس په خپل هیواد کې وینو.
را به شو چې څنګه خپل هیواد په پښودرولی شو؟
تر ټولو مخکې د یو هیواد اقتصادي سرچنې ډیرې مهمې دي. ترڅو د خپلو سرچنيو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
افغانستان یو له هغو هیوادو څخه ده چې ډیرې اقتصادي منابع لري، چې په لاندي ډول دي.
۱: سیندونه:
سیندونه د افغانستان د ملی اقتصاد په وده کې ځانګړی رول لوبوي. که څه هم د افغانستان له سیندونو څخه څه نا څه ګټه اخیستل شوي خو دا ګټه په هيڅ حساب ده او ډیره ګټه یې په سیمیزه توګه ده چې اوس هغه سیمیزه ګټه هم نلري ځکه هغه پخوانی ظرفیت یې له لاسه ورکړی او هيڅ پراختیا یې نده موندلي د بیلګې په توګه د درونټي د بریښنا د تولید دستګاه چې د بریښنا د تولید ظرفیت یې (۸۰۰۰) کیلو واټو ته را ټیټ شوی.
د افغانستان مهم او لوی سیندونه عبارت دي له امو سیند، هریرود سیند، د هلمند سیند، د کابل سیند، د غزني سیند.
زموږ ډیری سیندونه بي فایدي نورو هیوادو ته روان دي چې موږ تري هیڅ ګټه نده پورته کړي لکه د کابل سیند چې د ننګرهار د بهسودو د ساحي څخه تیر شي د کامي د زاخيلو د کلي په سر کې د کنړ له سیند سره یو ځای کیږی او بلاخره د لعلپوري د تنګي له لاري څخه پاکستان ته ځي.
که چیرته نوموړو سیندونو ته د اوسني غوښتنو په اساس د نوي ټکنالوژۍ او علم په واسطه بندونه جوړ شي نو ډیرې ګټې به ولري لکه: د بریښنا تولید، د کرهڼې پراختیا لپاره کانالونه کیندل، د ماهیانو فارمونو جوړول، د سیلابونو د ځمکې د تخریب مخنیوی، د اوبو ذخیره کول، د ځنګلونو پراختيا او د تفریح ځایونو جوړول چې د نړیوالو سیاحانو توجه را جلب وي.
افغاستان یو کرهڼیز هیواد دی چې، اوبو ته ډیره اړتیا لري. که چیرې نوموړو سیندونو ته بندونه او د کرهڼې لپاره کانالونه جوړ شي، نو د هیواد کرهڼه به ډیر پرمختګ وکړي. چې کرهڼه په افغانستان کې د ملي اقتصاد په لوړوالي کې لومړی شرط دی.
۲: کرهڼه:
کرهڼه د افغانستان د جغرافیایې جوړښت له مخې یو مهم اقتصادي ارزښت لري. لکه څنګه چې افغانستان یو کرهڼیز هیواد دی، نو باید له کرنيزو ځمکو څخه یې ګټه پورته شي او کرهڼه پکې وشي.
د بیلګي په توګه: د هلمند دښتې چې بې ګټې پرتې دي اوهيڅ ګټه ترې نده پورته شوي. که چیرې د هلمند له سيند څخه د اوسنيو تکنالوژیو په واسطه کانالیزیسیوم جوړ شي او د هلمند د سيند د اوبو په واسطه دې دښتو کې کرهڼه وشي د ډیرې زیاتې اقتصادي ودې لامل به شي.
همدارنګه نور زیات شمیر دښتې همداسي پرتې دي، که چیرې په دې دښتو کې کرهڼه وشي او بیلابیلې میوې، غله دانې او سبزۍ تولید شي او نورو هیوادونو ته په سپین ډول ولیږدول شي د افغانستان په اقتصادي ودې به ډېره ښه اغېزه وکړي.
کرهڼه نه یوازي چې د تولید په برخه کې اغېزمنه ده، بلکې د حیواناتو په روزنه کې هم مهم رول لوبوي، چې دا هم یوه مهمه اقتصادي لاسته راوړنه ده.
همدارنګه موږ زیات شمیر ځنګلونه لرو چې هیڅ پام ورته ندی شوی. نه یوازي چې روزل شوي ندي بلکې نورو هیوادونو ته د تور اقتصاد (Black Economy) په ذریعه پرې شوي او انتقال شوي. د بیلګې په توګه د کنړ ځنګلونه چې د طالبانو او پاکستانیانو په ذریعه پري کیږي او پاکستان ته وړل کیږي، چې هيڅ ډول ګټه موږ ترې نده اخیستي.
۳: کانونه:
افغانستان یو له کانونو شتمن هیواد دی چې دا کانونه د افغانستان په طبیعي شتمنیو کې شمیرل کیږي.
په افغانستان کې بیلابیل کانونه موجود دي چې له بده مرغه تر اوسه پوري په فني ډول نه دي سپړل شوي او موږ تري هيڅ ګټه نده پورته کړي.
په افغانستان کې ډول ډول کانونه شته د سارې په توګه: قیمتي فلزات، د بیرلو تيږې، ګوګړ، لاجورد، باریت، یورانیم، سیلیستینو او داسي نور مهم کانونه موجود دي. په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د افغانستان د کانو او صنایعو وزارت د افغانستان د کانونو ټوله زیرمه یو تریلیون ډالره وارزوله چې په اوسنېو شرایطو کې له بده مرغه څه د پاسه ۱۴۰۰ کانونه په خپل سري توګه سپړل کیږي او بیا نورو هیوادونو ته د تور اقتصاد په ذریعه لېږدول کیږي چې ډیرې ناوړه پیښې را ولاړوي.
د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان په کانونو يوه اوږده لیکنه کړي وه او په سر کې یې لیکلي وو “ دجنګ ځپلي افغانستان تر ځمکې لاندې سرچېنې کولای شي چې د دې هیواد راتلونکې بدل کړي، که چیرې امنیت سم شي”
۴: پټرولیم:
پټرولیم هم یو له ډیرو مهمو زیرمو څخه شمیرل کیږي، چې زموږ په ګران هیواد کې دا زیرمې شته. که چیرې موږ وکولای شو چې دا زیرمې را استخراج کړو د هیواد په اقتصادي وده کې ډیر زیات اغېزمن تمامېږي.
د هیواد د په شمال کې په اټکلي ډول ۵۰۰۰۰ د نفتو بشکې په يوه ورځ استخراج کېدای شي. چې تراوسه په فني ډول ندي استخراج شوي.
۵: پانګه اچونه:
پانګه اچونه یو له مهمو اقتصادي پرمختوګونو څخه ده، چې د هیواد د اقتصاد په پرمختګ کې خورا رول لوبوي.
د پانګې د نه اچولو یو عمده دلیل دبیوزلۍ د بدمرغه دوران (viciouse circle of poverty) تکرار دی، د فقر د بدمرغه دایره په دې مانا ده چې د بیوزلو هیوادونو وګړي ډیر کم عاید لري، چې له دي عایداتو څخه یواځې خپلې اړينې اړتياوې پوره کوي. چې وروسته له دې لګښتونو څخه د سپما لپاره څه نه پاتي کیږي، چې سپما کمه وي پانګونه به کمه وي او چې پانګونه کمه وي نوپه يوه ټولنه کې به پانګه څنګه واچول شي. دا حلقه دوام مومي عاید کم، سپما کمه، چې سپما کمه وي، پانګونه به کمه وي او چې پانګونه کمه وي نو د وګړو عاید به کم وي چې بیا هم د همدا چارې دوام.
د بیوزلۍ د بدمرغه دوران که دوام پیدا کړي نو هيڅکله به یو هیواد د اقتصاد له نظره پرمختګ ونکړي، ځکه د اقتصادي پرمختګ لپاره باید د بیوزلۍ بدمرغه دایره ماته شي. ترڅو د هیواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.
۶: ګمرک او مالیات:
ګمرک او مالیات د یوهیواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لري، چې بدبختانه زموږ هیواد کې هيڅ مالیه نشته او په ګمرکاتو کې مو خورا فساد موجود دی. که چیرې زموږ په ګمرکونو څارنه وشي او هر هغه توکې چې هیواد ته را ستنیږي پرې مالیه تر سره شي نو د هیواد په اقتصادي وده کې به خورا مهم رول ولوبوي.
د پورتنیو ذکر شويو اقتصادي سرچنيو څخه که چیرې په مکمله توګه ګټه پورته شي. نو دا هیواد به انشاالله یو غني هیواد وي. او د اقتصاد له نظره به هيڅ ډول ستونزې ونلري، او چې کله اقتصادي مشکل حل شي نو حکومت، نظام او ملت به په خپله په پښو ودريږي. او د نړۍ هيڅ نوع ځواک به پري تیری نه شي کولای. چې له پورتنيو اقتصادي سرچنيو څخه د اوسنۍ ټکنالوژي او علم په واسطه په ډیر کم لګښت کار اخیستلای شو.