یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: حجاب يوازې « چادري» نه ده، نورې بڼې یې...

امر بالمعروف وزارت: حجاب يوازې « چادري» نه ده، نورې بڼې یې هم منو

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند عاکف مهاجر د حجاب د اجباري کیدو او له « چادرۍ» سره یې د محدودیت په اړه خپرو شويو موضوعاتو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي، چې دوی « چادري» د‌ حجاب د یوې غوره بڼې په توګه ياد کړی، کنه حتمي نه ده چې خامخا به ټولې ښځې او نجونې « چادرۍ» اغوندي.

د هغه په وينا د حجاب په بڼه دود شوې نورې مروجې بڼې لکه: عربي حجاب، په کليوالو سيمو کې لوی ټيکري چې د ښځينه ټول وجود ورسر ستر کې وي، دا هم د حجاب په توګه د منلو وړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حجاب په اړه د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده پريکړه په پراخه کچه مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.

د‌ طالبانو چارواکو بيا ويلي، چې دا پريکړه د دوی داخلي موضوع ده او نور‌ هېوادونه او خلک پکې د مداخلې حق نه لري.

د‌ یادونې وړ ده، چې امريکا د حجاب د اجباري کیدو او د سرغړنکو مېرمنو او نجونو د ‌سرپرستانو د بندي کیدو او محکمې د پریکړې په غبرګون کې پر طالبانو د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی.

خو طالبان وايي، چې په دې اړه د چا د‌ څرګندونو حق او اړتيا نه ويني.

2 COMMENTS

  1. تاسونجسو د خري اولادو بي ايمانو په عاجزو ښځو پسي را اخستي کوم بل کمال مو زده ده؟ وخت به مو را ورسيږي اول به په د دونيا له تاسو سره حساب او کتاب کيږي. تاسي لعنتيان د نړی ټول بشريت نه کافر او نه کوم مسلمان مني او ټولو نفرت در نه راځي.

  2. وروڼو ټول ناری وهی چی پښتون ډیر خشن او له ادبه وتلی، آن داچی پارسیبانان وایی چی موږ نور له دوی جدا کیږو او ممکن افغانستان ستاسی له لاسه تجزیه شی. وګوری دا تاسی پاس څه رقم سپک الفاظ استعمال کړی ولی یوبل ولی ښکنځي دافغانستان د تجزیی خبره د پښتون له لاسه ده او دا ډیر د شرم ځای دی که تجزیه نشی هم دا وضعیت داسی جوړیدل دشرم خبره ده چی یو څوک دومره مجبور شی چی وایی له تاسی نه جدا کیږو خو خدای دی وطن نه تجزیه کوی را سم شئ که نه هم خدای درنه خپه کوی هم بنده ګان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب