یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط په کندهار کې د جمهوري نظام د ملي امنيت د کارکوونکو...

ط په کندهار کې د جمهوري نظام د ملي امنيت د کارکوونکو د کورونو پلټنه پیل کړې

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) په داسې حال کې چې ځینې کړۍ او رسنۍ د طالبانو غچ اخيستونکي فعالیتونه يوازې غیر پښتنو پورې محدود ښودل غواړي، له کندهار څخه د دوی له لوري د جمهوري نظام د ملي امنيت د کارکوونکو د کورونو د پلټلو د عملياتو خبر ورکړل شوی.

 ځايي سرچينو ويلي، چې پرون د دغو پلټنو پر مهال طالبانو د پخواني ملي امنيت يو شمېر منسوبین له ځان سره بیولي هم دي.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ځینو شمالي ولايتونو څخه د طالبانو د غچ اخيستونکو فعالیتونو خبرونه ډېر خپرېږي.

د‌ طالبانو پښتانه منتقدین وايي، چې دا طالبانو تحریک یو سخت دریځه ايډيالوژيک جریان دی، چې له خپلو مذهبي باورونو اخوا په قومي او نورو مسایلو باور نه لري.

د‌‌ دوی په وینا، دا ډله له پیله تراوسه هر چا نه ډېر د پښتنو په ډېر تاوان تمامه شوې، خو ځينې مغرضې ډلې او رسنۍ د افغانستان د ستونزو د قومي کیدو لپاره طالب د‌ پښتنو استازی او د نورو قومونو مخالف جریان غواړي معرفي کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب