Homeخبرونهپه پنجشېر کې سلګونه وسله وال طالبانو ته تسلیم شول

په پنجشېر کې سلګونه وسله وال طالبانو ته تسلیم شول

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) په پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې سلګونه مخالفین له دوی سره یو ځای شوي دي.

د پنجشېر د والي ویندوی ابوبکر صدیق وايي، شاوخوا ۵۰ تنو وسله والو د پنجشېر د آبشار ولسوالۍ په غرونو کې وسلې پر مځکه ایښي او ۶۰ نورو په دره ولسوالي کېئ جګړه بس کړې او خپلې وسلې یې د طالبانو اسلامي امارت ته سپارلې دي.

د درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وايي چې د تېرو دوو ورځو په موده کې د پنجشېر د درې ولسوالۍ له پايه سلام، خواجه او ځينو نورو سيمو څخه سلګونه مخالفین د سولې له بهیر سره يو ځاى شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځايي خلکو د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې سره د تړاو په تور د سلګونو عامو خلکو د نيولو ادعا کړې ده.

طالبانو مخکې په هېواد کې د دوی د وسله والو مخالفو ډلو موجوديت يوازې تبليغات ګڼل او ټينګار يې کاوه، چې مخالفين يې هيچیرته عملي حضور نه لري.

اوس، چې يوازې په پنجشېر کې يې د سلګونو وسله والو مخالفانو د تسليميدو خبره کړې، د منتقدینو له نيوکو سره مخامخ او خلکو ته په دروغ ويلو تورن شوي دي.

طالب وياندويانو د خپلو ضد و نقيضو څرګندونو په اړه نيوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو له دې سره سره په پنجشېر کې که طالبانو ته د مخالفو وسله والو تسلیمېدل تایید شي، د طالبانو مخالفانو ته لوی ګوزار ګڼل کېږي. هغوی په سیاسي ډګر کې د خپلمنځي اختلافاتو له کبله مخکې لا له سخت ګوزار سره مخامخ شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...