Homeخبرونهمتقي: د خلکو د ژوند ښه کیدو پریکنده هوډ لرو

متقي: د خلکو د ژوند ښه کیدو پریکنده هوډ لرو

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏ د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نيکلاسن، نن په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير، مولوي اميرخان متقي سره ليدلي.

د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي:« په دې کتنه کې ښاغلي نيکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل.»

د‌ سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړي ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې” کې نغښتې ده.

په همدې حال کې طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پيښيږي.

د طالبانو اعلاميه زياتوي:« ‏نوموړي همدا رنګه د سرتاسري امنيت، د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره د پرېکنده هوډ د موجوديت او نورو پام وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.»

سرچينه وايي، په کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ چې د خلکو د ژوند د ښه والي لامل شي.‌

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له افغانستان څخه د فقر، بې کارۍ او نهیلۍ د شدت له کبله په پراخه کچه د هېواد پريښودو لړۍ روانه ده.

په وروستيو کې د افغانستان له خاورې مختلف سیمه ییز هېوادونه د بریدونو هدف هم ګرځیدلي، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...