جمعه, اپریل 26, 2024
Home+له مړو سره جنسي عمل او اروايي څېړنه یې

له مړو سره جنسي عمل او اروايي څېړنه یې

ډاکتر نجیب زاخېلوال(سویډن)

د ډاکتر زاخېلوال دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ م کال د اپریل په ۳ مه په تاند کې خپره شوې وه. خو اوس چې بیا په پاکستان کې د دې ډول پېښې راپور ورکړل شوی، دا لیکنه یو وار بیا خپروو. (تاند)

——————————

په انټرنيټ کې د خپل کتاب لپاره په يوې ځانګړې موضوع پسې ګرځېدم د ګوګل په لټون کې مې”په افغانستان کې جنسي تيری“ وليکل، د کتلو پر مهال په نن اسيا ټکی کام کې د يو ورور په ليکنه وربرابر شوم دې ورور د يو ويډيو په اړه ليکنه کړې وه چې دا ويډيو ما پخوا د اروايي ناروغۍ د عملي بېلګو د شتون په موندلو کې کتلې وه. د بادشاه دين ورور د ليکنې لاندې پسې یو بل ورور هم تبصره کړې وه. (۱) خدای شته هغه مهال مې وخت نه درلود چې څه پرې وليکم خو له دې ليکنې وروسته مې وپتيله چې بايد يو څه پرې وليکم تر څو زموږ پښتانه وروڼه د دې ناروغۍ يا دې ته د ورته ناروغيو په اړه مالومات تر لاسه کړي.

 ما د دې ناروغۍ يادونه د ازادۍ راډيو له خبريال نورګل شفق سره د ساديزيم ناروغيو په برخه کې هم کړې وه.
په دې ويډيو کې يو ناروغ چې رياض نوميږي او ۲۷ کاله عمر لري د سرګودې اوسيدونکی دی او په کراچۍ کې د پوليسو له خوا په دې تور نيول شوی دی چې د شپې له خوا يې د ښځينه مړو قبرونه لوڅول او له هغوۍ سره یې جنسي عمل ترسره کاوه. له دغه ناروغ سره د سما تلويزيون خبريالې رضيې او ايکسپريس تلويزيون مرکې کړي دي. (۲،۳)ګران لوستونکې کولای شي د هغه مرکې وګوري. زه د رياض او د خبريالانو ترمينځ د شوو خبرو او د اروايي څرنګوالي څخه وروسته  تاسې لوستونکو لپاره دغه مالومات برابر کړي دي. ما دا مالومات هغسې چې اړتيا يې نه دې برابر کړي خو تر خپله وسه  کوشش کړی چې په کمو کرښو کې ډېر څخه راټول کړم.

دې ناروغۍ ته نيکروفيليا وايي چې دا ناروغي د پارافيليا د ناروغيو يوه برخه ده چې پارافيليا يوه جنسي ستونزه ده چې د نورمال لارو او شيانو پرته په نورو شيانو سړيږي، چې پدې کې د ماشومانو سره جنسي عمل، په جنسي عمل کې د وهلو او ډبولو څخه خوند اخيستل، هغه خلک (ښځي يا سړي) چې د جنسي عمل په وخت د مخالف جنس عمل ترسره کولو باندې خوند اخلي، زنابالجبر، د زړو خلکو سره جنسي عمل، د حيواناتو سره جنسي عمل، د حيواناتو له وهلو خوند اخيستل، د مړو سره جنسي عمل ، سادېزيم …(۴،۵،۶)

نيکروفليا يو لاتين کلمه ده چې د دوو تورو څخه جوړه ده چې نيکرو د (مړی، مړ وجود) او فيليا ( مينه، محبت) مانا ورکوي. خو دا د مړي سره هاغه مينه نه ده چې موږ يې تصور کوو بلکې دا ناروغه مينه ده چې د مړي څخه د خپل جنسي تاو او ګرموالي د سړولو لپاره کار اخيستل کيږي. دا ناروغي د ارواپوهنې په کتابونو کې تاناتوفليا او نيکرولاګنيا هم يآده شوې ده (۷)چې په لنډ ډول يې تعريف په دې ډول دی: (۸)

په استلا کې نيکرو فيليا عبارت ده له مړي سره د جنسي عمل تر سره کول او يا د مړي د ليدلو څخه خوند اخيستل او يا د مړو لکه ناوو په شان جوړول چې دا يوه جنسي اروايي ستونزه (psychosexual disorder) ده. د تاريخپوه هرودټ له قوله چې دا عمل د ډېر پخوا زمانو څخه په خلکو کې شتون لري هاغه په خپل کې کتاب کې ليکي چې نيکروفيليا يا د مړو سره جنسي عمل په لرغوني مصر کې ترسره کېده. کله به چې د يو باتور يا تکړه کس رمن او يا کومه ښايسته ښځه به مړه شوه نو د هغې جسد به ژر تر ژر خاورو ته نه سپارل کېده . تر درې يا څلور ورځو به په کور کې وو، دوی دا کار پدې ګروهه کاوه چې د مړي جسد ته تاوان ونه رسيږي او هغه څه چې په کور کې د مړي سره ترسره کېده هغه جنسي عمل وو. پخوا په مرکزي اروپا کې هم دا کار ترسره کېده خو په لږ توپير سره هاغه دا چې په مرکزي اروپا کې به چې کله کومه کوژده شوې جلۍ مخکې له واده مړه شوه نو د هغې چنغول به د ښخولو د مخه د هغه سره جنسي عمل ترسره کاوه له دې سربېره دا عمل لا تراوسه هم د برما د کاچين ايالت خلک دپېغلې انجلۍ د مړي سره جنسي عمل ترسره کوي تر څو يې اروا ارام شي او په هغې نړۍ کې خوشاله وي او د پيرو هېواد د موچي کلتور خلکو به پدې خاطر د خپلو مړو سره جنسي عمل ترسره کاوه چې مړي ته وښآيي چې دوی ورسره ډېره زياته مينه لري. (۹،۱۰،۱۱،۱۲)

نښې يا Criteria

د امريکا اروايې ناروغيو ټولنې د تشخيصه او احصايوي کلنې ژورنال د عصبي ناروغانو لپاره دا ناروغي د DSM-IV-TR د ورکولو شومعيآرونو د راښکاره کېدو يآ تشخيص دوره لږ تر لږه شپږمياشتې وخت ته اړتيا لري چې پدغه شپږو ميآشتو کې د ناروغي د دمړو سره د جنسي عمل دغه چاره څومره مخ پروړاندې ځي او دا کس څومره د نورو خلکو لپاره تاواني تماميږي. دا په DSM (ډي ايس ايم) سره پېژندل کيږي او دا ټولو رواني يا عقلي ناروغيو لپاره تشخيصه لار ده.

د ايريک فروم (Erich Fromm) څېړنو له مخې لاندې خويونه نيکروفيليک خويونه دي .
ــ څوک چې د شخړي حل په شخړه کوي
ــ څوک چې رڼا ځايونو څخه نفرت لري او غواړي په تيآره ځايونو کې وي
ــ څوک چې پر خلکو باندې پر خپل زور چلولو وياړ کوي
ــ څوک چې تېر ته د اوس په پرتله ښه ګوري
ــ د ناولي بوی خوښوونکي
ــ بې ځايه خندا ته مايلان
ــ د شعور نشتوالی
ــ د ورانول او ويجاړول خوښول
ــ د جنګ، تراژيدي او د خلکو د وژنې په وړاندې بې حسوالی (بې حسي)
ــ د خبرو پرمهال د وژولو اخطار ورکول يا کوښښ کول

د ايريک فروم له انده ادولف هتلر ( Adolf Hitler ) هم نيکروفيليک خويونه درلودل، چې نوموړي پخپل کتاب کې د هټلر ژوند د وړوکوالي څخه د ځانوژنې پورې څېړلې دي. چې د هټلر د کيس د څېړلو په اخر کې يې ليکلي دي چې د هغه غبرګون د نړۍ په وړاندې غبرګون د نيکروفيليا ښه او ريشتنې نښه وه هغه غوښتل چې ژوندي خلک ووژني چې ميليون خلک يې ووژل هغه غوښتل چې په ټولو خلکو کنټرول ولري .(۱۳)

که د فروم کتاب ولولو نو په افغانستان کې زياتره جنګي قوماندانان او ليډران پدې ناروغۍ اخته دي ، په ځانګړي ډول د شمال ټېلوالي جنګي مشران چې پکې دغه خويونه ډېر جوت دي.

څرګندوالی يا تظاهر

په نيکروفيليا اخته خلکو د څرنګوالي او څرګندوالي ساحه ډېره پراخه ده چې د مړي د موچي (Kissing) کولو، رانيولو (په بيه د اخيستلو ) څخه نيولې او تر وژلو پورې په ځان کې رانغاړي. پدې مانا چې يو شر خلک مړي اخلي او ورسره جنسي عمل ترسره کوي او يو شر خلک لومړی يو څوک وژني او بيا ورسره جنسي عمل ترسره کوي . (۱۱) زياتره دا ډول پېښې په هغه سړيو کې تر سترګو کيږي چې هغوی هيترو سکسوال (heterosexual) وي. د دغې ناروغۍ په اړه کومه جوته شره يا احصايه نشته ، دا ځکه چې د دې ناروغۍ طبيعت او اصليت داسې دي چې ضرر ليدونکي يا مړی (victim) راپور نشي ورکولای، مګر ددې ناروغۍ پېښي په تصادفي ډول رابرسېره کيږي. مګر لاندې حالتونه کيدلی شي چې د نيکروفيليا ناروغۍ په مينځ ته راتلو کې رول ولري.

۱: نيکروفيليا په هغه خلکو کې چې پخپل نفس اعتماد يا باور نه لري رامنيځ ته کيږي ځکه چې دوی تر يو حده يو څه د لاسه ورکړي وي:
الف: دوي (نر يا ښځه) ډېر ويرندوکي وي چې دوی به پدې ونه توانيږي چې د چا سره واده وکړي او يا ددې جوګه شي په سمه او روا لار خپل جنسي ګرموالي سوړ کړي او يا وېره لري چې د هغه (ښځه يا نر) له خوا به رد شي. نو دوی داسې څوک د جنسي عمل لپاره غواړي چې ورسره د عمل د ترسره کولو په وړاندې غبرګون نشي ښودلی.

ب: دوی به مړو او مړ جسد څخه وېره لري، نو دا چې دا وېره لري کړي نو دوی د مړي سره دا عمل ترسره کوي.
۲: وروسته د مړي د لوڅولو يا ليدلو د دوی د مړي د جسد سره جنسي عمل فانتسي راپاريږي.
همداراز څېړونکي پخپلو څېړنو کې موندلي دي چې د نيکروفيليا ناروغان په لاندې ډول څېړل شوي دي:
ــ ۶۸٪ د يو بې ساه نه خوځيدونکي جسم په ليدلو سره تحريک شوي دي
ــ ۲۱٪ غوښتل چې د خپل د لاسه ورکړل شو يا مړ شوي ملګري (ښخې يا ړه) سره يوځايوالی وکړي
ــ ۱۵٪ د مړو سره جنسي عمل تر سره کول ميلان او غوښتنه
ــ ۱۵٪ د جداوالي پر احساس باندې د برلاسۍ په موخه
ــ ۱۵٪ هاغه خلک چې هغوي خپل کمزوي اعتماد نفس ته د مړ سره پدې کار کولو باندې ځواک ورکوي يانې غواړي خپل د لاسه ورکړی او کمزوری اعتماد نفس ځواکمن کړي. (۱۴،۱۷)

خو کله ناکله د دغه پورته کارونو سربېره د پارافيليا يا د شخصيت د اختلال نور عجيب او غريب او ساديستيک ډولونه هم تر سترګو شي لکه د مړي د جسد څخه د يو غړي غوڅول يآ مړی ټوټه کول، د ميتازو يا وينې څښل، د بل انسان وژل ( نيکروفيليک هوموسايد يا نيکروساډېزم) چې دا اخر يې تر ټولو زيات وېرونکی او سخت حالت دی.

د دغه کړنو په پايله کې ارواپوهانو څېړونکو دا خبر ورکړی دي چې د جنسي تيري د پرلپسې غوښتنو په پايله کې به د انسان وژنې په شر کې د مړ وجود د لاسته راوړلو په خاطر زياتوالی راشي. څېړونکو موندلې ده چې د دوی د څېړنو ۴۲٪ هغه کسان وو چې د دوی د خپلو جنسي ګرموالي د سوړوالي لپاره خلک وژلي وو تر څو يو مړ جسد پيدا کړي. (۱۴)

خو پرته له شکه په ټولو کيسونو او پېښو کې مړي سره جنسي عمل او کړنې ته د ژوندۍ ښځې په پرتله ترجيح ورکول شوې ده. دا چې د مړي سره نورې کو کړنې لکه هغه ټوټه کول، وهل، ډبول او يآ ورڅخه کومه برخه غوڅول داسې کارونه نه تر سره کيږي نو ددې لامل دادی چې مړې ساه نه لري چې د دغه کار په وړاندې غبرګون وښايي. خو دا د منلو ده چې دا مړ وجود کټ مټ يو انسان ده او د نيکروفيليک کس جنسي ګرموالي سړوي دا په داسې حال کې چې پرته له دې د عمل ترسره کوونکي په وړاندې کومه غبرګون وښايي. (۷)

په ټوليز ډول نيکروفيليا په درې ډوله ده :

هوميسايد نيکروفيليا: د مړ جسد د لاسته راوړلو لپاره وژل چې تر ټولو غوره بېلګه يې جيفري ډار وو چې اولس کسان يې وژلي وو(۱۵)، اي ډي ګاين او ډينيس نېلسين

عادي يا قاعدوي نيکروفيليا: د هاغه چا څخه چې مړ شوي وي د جنسي عريضې د سړولو لپاره ګټه اخيستل د بېلګې په ډول چې پاکستانی رياض چې مړي سره به يې په قبر کې جنسي عمل ترسره کاوه. (۲،۳)ليلا وينډيل او کارين ګرينلی هم د يآدولو دې چې د ارواپوهنې کتابونو يې نومونه ياد کړي دي
د نېکروفيليا خيال: دې کار ته يې زړه هوسيږي خو دا کار نه تر سره کوي.
د ارواپوهانو له انده دا ناروغي زياتره په هغه کسانو کې پيدا کيږي چې دوی په هديرو کې د قبر ويستلو او ښخولو دندې ترسره کوي .

شيوع:

دا ناروغي په ټوله نړۍ کې د هر مذهب په خلکو کې شتون لري د يوې ځانګړې سي، مذهب، دين، کلتور او خلکو پورې تړلې نه ده. خو زياتره د ۲۰ کلنۍ څخه تر ۵۰ کلنۍ پورې د دندې په نظر کې نيولو سره رامينځ ته کيږي د بېلګې په ډول قبر ويستونکي، په مړستون کې کار کوونکي (سرد خانه)، طب عدلي کارکوونکي. خو بيا هم زياتره پېښې يې په هيتروسکسوال خلکو کې رامينځ ته کيږي.
لکه نورو پارافيليا د ناروغيو ، نيکروفيليا هم د نورو پارافيليا د ناروغيو په څېر د نورو ناروغيو سره ګډې رامينځ ته کيږي. (۱۴)

درملنه:
نيکروفيليا ناروغيو لکه د پارافيليا د ناروغيو په څېر درملنه لري. نوموړي کس سره بايد د اروايي مرستې سربېره د سايکوپتالوژي درملنه هم وشي. د نوموړې ناروغۍ اروايي درملنه عبارت ده له د دراک يا پوهې د قوې د لوړولو درملنه، د شخٍصيت د لوړولو په برخه کې مرسته کول او پدې کې مرسته کول چې په څه ډول جنسي اړيکې کلکې کړي. له دې سربېره ورته د جنسي عمل د کمزوري کولو درمل ورکول هم اړين دي. (۱۶)

اخځايونه

په دې ټولو کتابونو کې د ارواپوهنې په اړه ډېر جامع او تر اوسه کارېدونکي کتاب د کرافت ايبينګ ريچارد دی.

2: http://www.youtube.com/watch?v=AFvpnCXTjik
3: http://www.youtube.com/watch?v=_OmLeWnfUjU
4: Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders, DSM-IV Pp 40. American Psychiatric Association, 2000 Washington. ISBN 0-89042-025-4.
5: Milner, JS; Dopke CA (2008). “Paraphilia Not Otherwise Specified: Psychopathology and theory”.: The Guilford Press New York. pp. 384–418. ISBN 1-59385-605-9.
6: Rosman JP, Resnick PJ (1989). “Sexual attraction to corpses: a psychiatric review of necrophilia”. Bull Am Acad Psychiatry Law 17 (2): 153–63. PMID 2667656.
7: Krafft-Ebing, Richard von (1886). Psychopathia Sexualis. Pp 611-613 REBMAN COMPANY NEW YORK
8:Brittain, R. (1970). The sadistic murderer. Medicine, Science and the Law, V10, Pp 198-207.
9: Herodotus (c. 440 BC). Herodotos historia, 89: Norstedt, 2008، Stockholm : ISBN 978-91-1-301978-9
10: Brill, Abraham A. (1941). “Necrophilia”. Journal of Criminal Psychopathology 2 (4): 433–443.
11: Klaf, Franklin S., and Brown, William (1958). “Necrophilia: Brief Review and Case Report,” the Psychoanalytic Quarterly, 29(143), 645-652.
12: The Sordid History of Dead Love, http://www.girlsandcorpses.com/issue6_historydeadlove.html
13: Erich Fromm, The Anatomy of Human Destructiveness, HOLT, RINEHART AND WINSTON August 1974 ISBN-13: 978-0805016048
14: Rosman JP, Resnick PJ (1989). Necrophilia: An analysis of 122 cases involving necrophilic acts and fantasies. Bulletin of the American Academy of Psychiatry and the Law, 17(2), 153-163.. PMID 2667656.
15: Dismembered Victim of Jeffrey Dahmer – Crime Scene Photo http://www.bestgore.com/murder/jeffrey-dahmer-biography-crime-scene-photos-video-documentary/attachment/jeffrey-dahmer-bio-crime-scene-photo-documentary-01/
16: Hucker, S.J. & Stermac, L. (1992). The evaluation and treatment of sexual violence, necrophilia, and asphyxiophilia. Psychiatric Clinics of North America, 15, 703-719.
17: Klaf, Franklin S., and Brown, William (1958). “Necrophilia: Brief Review and Case Report,” the Psychoanalytic Quarterly, 29(143), 645-652

1 COMMENT

  1. پاکستان کی دا ډول کارونه ډیر کیږی لکه د خره غوښه خرڅول، د مړو د غوښې خوړل او همدا پېښه، عجبه خو دا وه چی دخرو غوښه یی له عسکری فرقی سره قراداد کړی وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب