یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د يوې معلولې نجلۍ جسد له قبره ايستل شوی او...

پاکستان کې د يوې معلولې نجلۍ جسد له قبره ايستل شوی او تیری پرې شوی

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) د پاکستان په ګجرات ښار کې ناڅرګندو کسانو د يوې معلولې نجلۍ تازه خښ شوی جسد له قبره ويستی او جنسي تیری پری کړی.

 د پاکستان د مسلم ليګ ګوند یوه مشر عطاالله ترار ويلي، چې پولیسو په دې تور ۱۷ شکمن کسان نیولي.

سرچینه زیاتوي، چې خلک له دې پېښې يوه ورځ وروسته هغه مهال په دی تېري خبر شول، چې د نجلۍ خپلوان د نوموړې له تدفین څخه یوه ورځ وروسته د هغې قبر ته تللي وو.

ويل شوي، چې مړه شوې نجلۍ په ذهني او جسمي لحاظ ناروغه هم وه.

په پاکستان کې د جنسي تیري د نورو بڼو تر څنګ، پر ښځینه وو جسدونو تېری هم ډېر ځله شوی، خو حکومت يې لا په مخنيوي نه دی توانیدلی.

له مړو سره جنسي عمل او اروايي څېړنه یې

1 COMMENT

  1. دری کاله مخکی د پنډۍ عسکری فرقه په دی پوه شول چی یو قراردادی قصاب ډیره موده په دوی د خره غوښه حرسوله خبره میډیا ته ووته پاکستان کی دا ډول کارونه ډیر کیږی لکه د خره غوښه خرڅول، د مړو د غوښې خوړل او همدا پېښه . مشکل دادی چی وروستیو دیرشو کلو کی دا ډول مرداریو افغانستان ته هم سرایت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب