Homeخبرونهکرنې وزارت: ننګرهار کې د ګلابو حاصل شل سلنه ډېر شوی

کرنې وزارت: ننګرهار کې د ګلابو حاصل شل سلنه ډېر شوی

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په ننګرهار کې د ګلابو حاصلات ۲۰ سلنه زيات شوي دي، وايي دا زياتوالی په کرنې برخه کې د تېر کال په پرتله د پام وړ پرمختګ ښيي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ملا مستعین عمري رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې ګلاب د ننګرهار په ۳ ولسوالیو، دره نور، اچین او سپین غر ولسوالیو کې له ۵۰۰ جريبو پورته ځمکه باندې کرل شوي وو، چې روان کال به تر ۲۵۰ ټنو پورې حاصلات ورکړي.

ښاغلي عمري د تېر کال د ګلابو د د حاصلاتو ارقام په ډاګه نکړل، خو ويې ويل، چې د سږ کال د ګلابو حاصلات به د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زيات وي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو په اساس؛ هر جريب ځمکه په کلني ډول ۷۰۰ کيلو‌‌ ګرامو د ګلاب ګلونه ورکوي، چې
د عطر جوړولو په ۲ فابريکو کې پروسس کيږي او ترې لاس ته راغلي عطر او نور محصولات د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې په ښه بیه پيرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...