یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد خلکو شکایت، پنجشېر په پوځي مرکزونو بدل شوی

د خلکو شکایت، پنجشېر په پوځي مرکزونو بدل شوی

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) په پنجشير کې د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې د نښتو له ضدو نقيضو راپورونو سره هم مهاله، ځايي خلکو په پوځي مرکزونو د دغه ولايت د بدلیدو شکایت کړی دی.

 ‏‏‏د دوی په وینا، دغه وضعیت ډېر خلک د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره کړي دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د پنجشېر د مقاومت ډله په پرله پسې ډول هره ورځ له مختلفو سيمو د طالبانو د ويستو او ورته د درنو تلفاتو ادعاوې کوي.

دغې ډلې له خپل لوري هم د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد یو مخ په پنجشير کې د دوی خلاف د جنګي ډلو موجوديت او فعاليت رد کړی.

د پنجشېر مقاومت ډلې له دوی سره د طالبانو د يو شمېر ځايي چارواکو د ملګري کيدو دعوه هم کړې، خو د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي وياند ابوبکر صديق ويلي، چې د رخه ولسوالۍ طالب امنیه قومندان نورالامین یې د « يوې خاصې موضوع» له کبله نیولی دی.

نورې سرچينې بيا وايي، چې قومندان نورالامین له مقاومت ډلې سره په تړاو تورن دی.

 ځايي خلکو د طالبانو له لوري د لسګونه ځوانانو د نیولو او مقاومت ډلې سره د تړاو په تور یې د شکنجې ادعاوې هم کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې داسې ادعاوې ردکړې وې.

ځينې ځايي خبريالان شکايت کوي، چې طالبان د پنجشېر د جګړو د نه تاييد له کبله ستونزو سره مخ کړي او خلکو ته بې اعتباره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب