یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیوه پخواني بریتانیايي پوځي په خپل هیواد کې د افغاني غالیو دوکان...

یوه پخواني بریتانیايي پوځي په خپل هیواد کې د افغاني غالیو دوکان پرانیستی

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۴مه) یوه پخواني بریتانیايي پوځي، چې لا هم افغانستان پرې ګران دی، د بریتانیا په یورکشایر کې د افغاني غالیو دوکان جوړ کړی دی.

د بریتانیا د ایګزاماینر لایف ویبپاڼې د راپور له مخې، جېمز ویلتیو د هغې مینې له کبله چې له افغانستان او افغانانو سره یې لري، د غالیو کاروبار پیل کړی دی.

ده په بوسنیا، عراق، کویت، قطر او اردن کې هم پوځي خدمت کړی خو د افغانستان ماموریت ورته تر ټولو په زړه پورې و.

جېمز له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۴ پورې په مزارشریف کې پوځي دنده اجرا کړې ده.

ده همداراز د ولایتي بیارغونې په ټیم کې کار کړی. جیمز وايي چې د پوځي خدمت په  موده کې د غالیو له افغان کاروباریانو سره ملګری شو.

دا ۴۵ کلن پخوانی پوځي وايي:«افغانان شوخ طبیعت لري او په ټوکو کې یې ظرافت شته. ښايي تر دوی به ما بېوزله خلک نه وي لیدلي خو بې حده مېلمه پاله دي.»

دی وايي چې په مزارشریف کې د غالیو پلورونکو او د غالیو ابدونکو لیدو ته ورته او له هغوی سره یې چای څښه. دی وايي په دې حیرانه و چې له دې خورا بیوزله او بېچاره خو په عین حال کې ډېرو مېلمه پالو خلکو سره څنګه مرسته کولی شي.

جیمز په مزارشریف کې له افغان غالۍ پلورنکو سره – ۲۰۰۴ کال

جیمز، چې اوس یې په یورکشایر کې د افغاني غالیو دوکان پرانیستی، وايي چې د فیسبوک له لارې یې په افغانستان کې خپل ملګري وموندل او له هغوی څخه یې غالۍ راوغوښتي.

جېمز له افغانستانه د غالیو د واردولو د ستونزو په تېره بیا په وروستیو کې د افغانیو د ارزښت د کمېدو او د پیسو د لېږلو یادونه کوي خو وايي چې ۳ میاشتې کېږي چې کار وبار یې روان شوی دی.

د ده دوکان افغان رګ شاپ (The Afghan Rug Shop) نومېږي او د یورکشایر په (Hebden Bridge) واټ کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب