Homeخبرونهد پروان په شینواري ولسوالۍ کې سېل ۶ ماشومانو ته مرګ ژوبله...

د پروان په شینواري ولسوالۍ کې سېل ۶ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۴مه) د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې د سیل د جاري کېدو له کبله درې ماشومان مړه شوي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د شینواري ولسوالي په بېلابېلو برخو کې سیلونه راغلل چې په نتیجه کې یې ۳ ماشومان مړه شوي او ۳ نور ژوبل دي.

د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا، دې سېل د شینواري ولسوالۍ خلکو ته زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د سېل له کبله د غوربند- بامیان عمومي سړک بند شوی دی.

سیمې ته تخنیکي ټیم استول شوی چې لاره پاکه کړي او زیانمن شوې سیمې له نژدې وویني.

د هوا پېژندنې ادارې مخکې تر مخکې په ۲۷ ولیاتونو کې د بارانونو او په یو شمېر سیمو کې د سېلونو د جاري کېدو اټکل کړی و.

په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...