دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د ‏افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۷ ولایتونو کې د ثور له ۱۲مې تر ۱۴مې پورې د بارانونو او سېلاونو وړاندوينه کړې ده.

یادې ادارې په بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندز، بدخشان، بامیان، دایکنډي، غزني، میدان وردګ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، کونړ،‏ننګرهار، لغمان، ‎کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او سالنګ کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلاونو اټکل کړی دی.

د طالبانو چارواکو د دغې وړاندوينې په اړه څه نه دي ويلي.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، يوازې د نوموړې ادارې د وړاندوينې لنډ خبر خپور کړی دی.

د افغانستان په مختلفو سيمو کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ورته وړاندوينې شوي او ځينو طبیعي پېښو خلک زیانمن کړي، خو پر طالب چارواکو نیوکه شوې چې زیانمنو خلکو سره یې کومه مرسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب