دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د  ډاکټر غني وینا او اختر / ملاله لیلا

د  ډاکټر غني وینا او اختر / ملاله لیلا

 زه خو شخصا د وطن حالاتو ته په پام سره  هیڅ د اختر د  لمانځلو شیمه نه لرم، نور اخترونه به مې دا وخت کیک و کلچې پخولې اوس دا دی ناسته یم لیکل کوم. خو، په ورته وخت کې په دې باور یم چې له دې مظلوم ملته باید د خوشحالي بهانې وانخیستل شي اختر مو بختور شه. 

راځم اصلي خبرو ته، طالبانو سږ کال اختر تر عربستان یوه ورځ مخکې اعلان کړ، دې کار ته یې ځینې روژه ځپلې او عربستان ضد افغانان خوشحاله شول. ځینو خو حتا ولیکل چې د طالب ښه ته به ښه وایو دا یې بهترین کار وکړ چې له عربستانه یې ځان مستقل کړ.. له نیتونو یو خدای خبر دی زه نه پوهېږم طالب دا کار د چا په اشاره او په څه نیت وکړ، خو په دې کار یې د پښتنو یووالي ته یوه سیاسي لغته ورکړه. هغه داسې چې له مودو راهيسې د پښتونخوا ملت اختر له پاکستان سره نه بلکې له افغانستان سره په یوه ورځ لمانځي او هغه ځکه چې افغانستان او عربستان پرته له استثنا ټول عمر روژه او اختر په یوه ورځ لمانځلې دي. د پښتونخوا ملت په تیرو کلنو کې ویلي چې موږ اختر د سعودي  او د افغانستان په حساب لمانځو نه د پاکستان په حساب. خو،  سږ کال طالبانو زموږ او د پښتونخوا اختر جلا کړ. ځینې به اوس وايي چې دا وړې وړې خبرې دي، همدا وړې وړې خبرې قومونو ته هویت ورکوي خو طالب ډیفلوماتان چې له پنجابي فکره راوځي  زما د سر ویښتان به سپین وي. 

اوس راځم د اختر په مناسبت د پخواني ولسمشر غني وینا ته، دلته غواړم څو خبرې وکړم. 

  1. د ځینو د تصور خلاف د غني په وینا کې له طالب سره دښمني نه وه. برعکس ا.ا.ا ته یو ډول مشورې وې. فکر کوم د دې علت دا نه دی چې غني د بیرته راتګ په فکر کې دی، بلکې غني په وطن کې د داسې جګړې له پیله ډاریږي چې نه یوازې به ورسره افغانستان غرق شي بلکې ټوله سیمه به وګواښي. غني یو ډول غوښتل طالب ته د اوسني امنیتي بحران په هکله خبرداری ورکړي او ورته ووايي چې د خدای روی ته وګورئ سم شئ، که ځان اصلاح نه کړئ هم به ځان غرق کړئ هم به وطن او هم به سیمه… 
  2. غني په خپلې وینا کې دې ته اشاره درلوده چې امنیتي حالات نهایت حساس دی موږ د طالب پر وړاندې سیاسي او فکري مبارزې ته اړتیا لرو. نن سبا چې د ټولې دنیا ترهګر فکر کوي چې د جنت لپاره په افغانستان کې جهاد فرض دی، کورنۍ جګړې ته پکی وهل زموږ ستونزې کموي نه بلکې ډیروي یې. البته، که طالب دغسې روان وي چې دا څو میاشتې روان دی بعیده ده چې افغانستان ښه ورځ وویني طالب باید ځان اصلاح کړي که ځان اصلاح نه کړي افغانستان به یې د یوې ډیرې بدې سیمیزې جګړې خولې ته اچولی وي. 
  3. غني طالب ته وویل، د قدرت اخیستل اسانه دي ساتل یې ګرانه.. طالب که له سیاسي اجماع سره مخالفت کوي، له پرمختګ سره مخالفت کوي، له تعلیم سره مخالفت کوي، له ښځو سره دښمني‌ کوي، ناممکنه ده چې دوام دې وکړي.. او د‌ طالب له دغو تیروتنو نه به بیا نړیوالې ترهګرې ډلې ډېره بده استفاده وکړي. مثلا، هزاره چې د طالب د حکومت د لاسه یې کار نشته، مکتب یې بند دی، حکومت کې شامل نه دی، مذهب یې قانون کې شامل نه دی، او له ډاره غږ نه شي پورته کولی.. داسې یو هزاره ته ولې باید طالب او داعش فرق ولري؟ خو که داعش یې په ځانمرګي کې وژني طالب هم ژوند پرې حرام کړی دی. ورته کیسه د پښتون، تاجک، اوزبک، ترکمن او هغو ټولو قومونو ده چې جهاني په ملي سرود کې یاد کړي دي. یا مثلا پښتون، پښتون بیچاره چې په جګړه کې هم تر هر بل چا ډیر وژل شوی دی، نه یې ښوونځی و، نه یې کار و روزګار و ، اوس هم نه ښوونځی لري، نه  کار او نه ژوند..داسې يو پښتون ته داعش او طالب هیڅ توپیر نه لري. طالب د دې لپاره چې دوام وکړي او وطن له ترهګرو خوندي وساتي باید داخلي‌ مشروعیت تر لاسه کړي.‌داخلي مشروعیت هغه وخت ممکن دی چې ښوونځی وي، کار وي او د پرمختګ امید وي. کله چې خبره د سیاسي اجماع کیږي خلک معمولا قومونه یادوي. زه فکر کوم څومره چې طالب قومي اجماع ته اړتیا لري تر هغې ډېر فکري اجماع ته اړتیا لري. داسې نه کیږي چې په یوه حکومت کې دې د المپیک مشر هم ملا وي. 
  4. د اختر ورځ ده او زما منفي خبرې ډېرې شوې. د غني خبره موږ، ناامیدۍ ته نه دې ته اړتیا لرو چې بحران ته د حل لار پیدا کړو. دا ځلې که په افغانستان کې ناامني ډیریږي ټولې سیمې ته ګواښ جوړوي په سیمه کې صاحب عقل هیوادونه لکه چین په هیڅ وجه منطقه کې ګډوډي نه غواړي، نو که طالب ځان لږ اصلاح کړي امید شته چې امنیتي بحران کنټرول شي. اوس به هغه زما مجازي بیادر خانده قرار وايي چې د طالب اصلاح ناممکنه ده. خبره د ممکن او ناممکن نه ده خبره دا ده چې دنیا اوکراین سره مصروفه شوې ده او په افغانستان کې جهاد په شروع کیدو دی. د اوسني امنیتي بحران د کنټرول لپاره ممکن او ناممکن هر څه باید تجربه کړو. 
  5. ولسمشر غني طالب ته دا هم وویل چې دنیا له اوکراین سره بنده ده. موږ باید پخپله خپل اقتصادي بحران ته د حل لار پیدا کړو. له اوکراین نه وروسته د ملګرو ملتونو مرستې او پام افغانستان ته کم شوی دی او که همدا پوتین وي او همدا یې عقل وي نور به هم افغانستان ته توجو کمه شي. طالب بايد د ښځو د ښوونځيو په شمول ځينې اصلاحات راولي چې دنيا يې په رسميت ومني او اقتصادي اړیکو او مرستېو ته لارې پیدا شي. 
  6. په پای کې غواړم د ولسمشر غني ټامیانو ته عرض وکړم چې د خدای روی ته وګورئ یو څوک پیدا کړئ چې په پښتو مسلط وي. ولسمشر خو واضح خبره ده چې فصیح انسان نه دی له بلې خوا سپین ږیری دی،  تاسو باید ورته یو څوک پیدا کړئ چې جملې ورته واضح او فصیح ولیکي، زه نه وایم چې سیاست پکې مه کوئ هغه سیاسي څو اړخیزې جملې هم سړی داسې لیکلی شي چې مفهوم اخیستل ترې اسانه وي. د ولسمشر غني پرونۍ وینا د مفهوم له نظره غني وه خو درې داسې جملې نه وې چې سړی یې مستقیم نقل قول کړي.
  7. ​​په دې هکله به چې ملا پيري اخوند د اختر په وینا کې د بد نظر له ډاره ولس ته شا کړې وه به هیڅ نه وایم. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب