Homeخبرونهاختر او غچ اخيستنې، ط د جمهوري نظام ۲ امنيتي افسران وژلي...

اختر او غچ اخيستنې، ط د جمهوري نظام ۲ امنيتي افسران وژلي او ۱ بل يې نيولی

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) په داسې حال کې، چې طالب مشرانو ظاهرا خپل ځواکونه په اختر کې خلکو سره ښه چلند ته هڅولي، خو راپورونه ښیي چې لږ تر لږه د جمهوري نظام ۲ امنیتي افسران طالبانو په همدې اختر کې وژلي او ۱ بل ېې بندیان کړي دي.

په هرات کې د جمهوري نظام د ملي امنيت رياست د يوه ټولي د قومندان تورن محمد آصف سلطاني په اړه ويل شوي، چې د طالبانو په بلنه یې دنده هم بیرته پیل کړې وه او د دوی جنګیالي یې روزل، خو د دې سره- سره طالبانو وژلی دی.

په پکتيا کې د پخواني ملي امنيت د يوه کارکوونکي رحمت الله خپلوانو هم د نوموړي د وژل شوي جسد عکسونه رسنیز کړي او طالبان یې د دې کار عامل ګڼلي.

د رحمت الله د کورنۍ غړو ويلي، چې هغه د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د طالبانو له لوري د « بښنې او تسلیمۍ» کارت هم تر لاسه کړی و او په نجارۍ بوخت و.

نوموړی د تېرې سې شنبې په شپه طالبانو د پکتیا امنیه قومندانۍ ته بیولی، چې اوس یې جسد تر لاسه شوی دی.

 په ورته وخت کې له کابل څخه د پخواني پارلمان د امنیتي قطعې د قومندان صالح محمد کورنۍ ويلي، چې طالبانو هغه له کوره ويستی او نامعلوم لوري ته بیولی.

‏د صالح محمد کورنۍ تر اوسه له نوموړي سره اړيکې نه لري او په مرګ و ژوند یې نه دي خبر.

طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...