یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ زموږ د عشق پازند په غم لیکلی 

 زموږ د عشق پازند په غم لیکلی 

فرشته جلالزۍ

ډير کلونه وسول چې سهار- سهار ، اول – اول  خبرونه لولم.

ډیر کلونه وسول چې ښه سهارهغه دی چې په خبرونو کې دانتحاري خبر نه وي.

اوس مې عادت شوی دی.

پلار مي وايي، خلک سهار چاي خوري ته خبرونه خورې.

خو زما د ژوند روال دغسې شوی دی.

نن سهار مې هم اول کمپیوټر چالان کړ او شکر انتحاري نده شوې.

کمپیوټر مې بند کړ.

د ټرېن  (برقي ګاډي)   تمځای ته روانه شوم.

له دې ځایه زه څو کاله خپل دفتر ته  تللې او راغلې یم.

تم ځاي ته نږدې د باغوانانو یو بازارګی دی چې هر رنګ ګلان پکښې خرڅیږي.

مال ، ځان ته به د اختر لپاره یوه دسته ګلان واخلم.

په بازارګي کې مې خلکو ته کتل .

سهار وختي د ګلانو په اخیستلو پسې را وتلي وو.

د تکو سرو ګلانو دستې ته ودرېدم.

داسې تک سره ، لکه د ویني رنګ !

اه! لکه په دشت برچي کې د ښوونځي مخې ته چې بهېدلې وه.

هغه د میندو او پلرونو او خویندو او ملګرو نارې او بدبختي مې سترګو ته ودرېده

څومره ځوانان، څومره زده کونکي وژل شوي ، زخمیان شوي او ورک شوي وو؟

د ښوونځي مخکې پر پیاده رو وینه بهیده ، د ښاروالي موټر ورته ولاړ و او لارې یې مینځلې.

مال، لکه پسونه چې حلال شوي وي.

خپل کوچینوالی مې رایاد شو.

په لوی اختر کې به ځیني کسانو پسونه حلالول.

کوچنیان به شاوخوا پرې راټو وو.

زه به پلار نه ورپرېښودم چې ورته وګورم.

ما ته به دا ډيره سخته خبره معلومېده چې د اختر په ورځ د وتلواو داسې سیل اجازه نلرم.

زما پلار به اکثر هغه ځایونه چې قصابي شوې وه،  پاکول او خاورې به یې پرې اچولې.

خپل پلار ته مې خوا بده شوه ، زه یې د پسه د وینې کتلو ته نه پرېښودم.

نه یې غوښتل چې زه له قتل او ویني سره عادي سم.

خو زه څومره سخت زړې سوې یم!

د انسانانوبهېدلې وینې ته ګورم، هېریږي می او کله – کله مې را په یادیږي !

د انسان فطري خصوصیت دا دی چې له چاپیریا سره عادت کوي.

خو فکر کوم چې عادت دا معنی نلري چې د انسان هیریږي، بلکه په ناخوداګاه ضمیر کې یې ثبتیږي.

مال که لیونۍ سوې یمې چې  زما ذهن د ګلانو سور رنګ په دشت برچي کې له قتل سره تړي؟

پر ځان مې خوا بده سوه .

یو وخت مې په یوه مقاله کې لوستي و چې ارنست همېنګوې په خپل کتاب (ټریژري فار د فري وړلد) کې لیکلي چې: هېڅ کله پر دې باور مه کوئ چې جګړه ، که هرڅومره ضروري هم ده، جنایت ندی.

همېنګوې امریکايی لیکوال او د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې اتلس کلن و.

هغه په لومړۍ نړیواله  جګړه کې عسکري کړې ده .

همېنګوې ویلي: جګړه که هرڅومره ضروري وي، جنایت دی. ورشئ، له پیاده عسکرو او له مړو پوښتنه وکړئ!

ریښتیا وايي، هېڅ جګړه د توجیه وړ نده .

هره جګړه که د هر هدف لپاره وي، جنایت دی .

که څوک باور نه کوي،‌ نو د دشت برچي له خلکو دي پوښتنه وکړي؟

که څوک باور نه کوي، له هر بل افغانه دي پوښتنه وکړي؟

که نه ،‌ له ما دي‌ پوښتنه وکړي؟

مال،‌‌ څه اختر دی؟

انسان تر یوه وخته ځان غولولائ شي، بیا مجبور دی چې حقیقت ته تسلیم شي.

ما نن دا حقیقت منلی چې اختر نشته!

 کور ته په لاره کې مې له ځان سره فکر کاوه چې دا څنګه ژوند دی چې موږ وکړ؟

مال، ایا خداي پاک به د دې ژوند حساب هم راسره کوي؟

 نه پوهیږم!

خپل مظلومیت ته مې دا څو بیتونه لیکلي دي:

ما ته د میني قصیدې مه لیکه

ما د دې زند د پاي څپرکی لوستی

دلته منصور کله د عشق په ګناه

په دار ختلی او د شمس په تور

د مولانا پر مینه اور بل سوی

زما مړوندونه نازک

ستا د لاسونو ځولنې درنې دي

دلته د باغ پر څوکۍ

زه ستا تر څنګه کښېنستلائ نه سم

دلته ګیډۍ ګیډۍ ګلان خرڅيږي

خو زه له تانه یوغوښتلائ نه سم

هیندارې ټولې د پردو په لاس کې

ستا د ملالو سترګو

په اینه کې ځان کتلائ نه سم

زه د قران په منسوخ سوي ایت

تا ته سوګند درکوم

ما ته د میني سبق مه راکوه

زموږ د عشق پازند په غم لیکلی

څنګه یې تور او څه بدرنګ لړلی

  ————

ټکي:

زند: د زرتشت د اسماني کتاب نوم دی

پازند: د کتاب په حاشیه کې د توضیح لپاره لیکل شوي یادداښتونه

3 COMMENTS

  1. ټوله لیکنه عالي ده خو د همینګوي دې جملې په فکرونو کې ډوب کړم:
    همېنګوې ویلي: جګړه که هرڅومره ضروري وي، جنایت دی. ورشئ، له پیاده عسکرو او له مړو پوښتنه وکړئ!
    ډیره پخه خبره ده. خو څه وکړو موږ ته خو قرآن مو پیغمبر مو صرف دا وايي وقاتلو … وقاتلو فی سبیل الله. خدای مو هم له وژنو خوند اخلي او هدایت د وژنو راکوي. جهاد وکړئ، جهاد تر قیامته وکړئ. تر هغو یې وکړئ چې په دنیا کې یو غیر مسلمان هم پاتې وي.
    عبدالحی راهي

  2. الحمد الله چه زمونژ د نیکونو , پلرونو او بیا زمونژ د نسلونو قتال خپل مسلک او منتر دی, او دا ډېر ډېر خوندور عادت او مسلک دی. که دا عظيم او مقدس کار (قتال در راه حق) زمونژ نوای زده نو مونژ به دا طلایی تاریخ له کومه کولای; تاسې یارانو خو مونژ په شمار 3 وارې خرڅ کړو خو الله ج د دغه مقدس قتال په وجه خلاص کړو او ستاسې ناکام شوی. یا هو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب