یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د لکسس نوی الیکتریک موټر

د لکسس نوی الیکتریک موټر

تاند- لکسس کمپنۍ بشپړ الیکتریک یا برېښنايي موټر جوړ کړ. دا موټر آر زیډ (RZ) نومېږي او ټاکل شوې ده چې ژر نړیوالو بازارونو ته وړاندې شی.

لکسیس کمپنۍ غواړي چې تر ۲۰۳۵ م کال پورې یوازې الیکتریک موټر جوړ کړي ځکه چې په نړۍ کې پر پترولي او ډیزلي موټرونو محدودیتونه مخ په ډېرېدو دي.

لکسیس د آر زیډ موټرو لومړنۍ نمونه د ۲۰۲۱ په دسمبر کې نندارې ته ایښې وه. دا موټر د خوندیتوب یا سیفټي ډېر پرمختللی سیستم لري.

ار زید الیکتریک موټر لکسیس آر ایکس ته ډېر ورته والی لري په تېره بیا د اندازې له نظره.

ټایرونه یې ۱۸ او ۲۰ اینچه دي او بیټرۍ یې، چې په الیکرتیک موټرو کې زیات اهمیت لري، ۷۱ اعشاریه ۴ کیلوواټ ساعته ده او دوه انجنونه یې ۱۵۰ او ۷۰ کیلو واټه دي.

تمه کېږي چې بیټرۍ به یې په یو وار چارج له ۴۰۰ تر ۴۵۰ کیلومتره مزل لپاره کافي وي.

راتلونکې د الیکتریک موټرو ده ځکه چې یو شمېر اروپايي هیوادونو په لنډ وخت کې د ډیزلي موټرو د منع کولو اعلان کړی. په بل ګام کې به د پیترولي موټرو د مخنیوي لپاره پرېکړه کوي.

الیکتریک موټرونه نه یوازې دا چې چاپیریال نه ککړوي، د تېلو مصروف هم نه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب