یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+یو وزری مرغه / ص ادهم

یو وزری مرغه / ص ادهم

کوتره چې ښکاري په وزر ویشلې وه، د ژوند سفر ته نا امیده پر سرک ناسته وه. څو ځلې یې د الوتو کوښښ وکړ، خو مات وزر یې یوه خبر کوله؛ ناشونې ده. ځان سره مې وویل؛ *(خلک ولې زړه نا زړه وي او ویریږي؟)

ځواب مې محسوس کړ؛ (تا د ژوند یو مخ لیدلی ځکه وایې):

ولې مو ټولنه په بې علمۍ و نا امنۍ کې لومړی مقام لري؟! تاریخ مو د جنګ و کرکې له بابونو پړسېدلی!
ځکه چې د زړونو وزرې ماتې شوي، د پرمختګ انرژي ختمه ده او ټول له ژونده ستړي دي. ستا د ټولنې هغه خلک چې؛ د مېړانې، غیرت او مېلمه پالنې چیغو سټ کړل؛ د خلکو د زړه وزر د ناامیدۍ په ډبرو ولي او د ازاد الوتو سېکه ترې اخلي. د هغه ټولیګوال له حاله خبر یې، چې د ډاکټر کېدو ارمان پرون د پانسۍ پړیو ته پورته کړ. په کیسه یې ناولونه پنډېدائ شي، کاڼي زړونه ورته اوبه کیږي. هغه بې کسه فکراً ډېر لوړ و، د ټولنې پرمختګ یې زړه غوښت؛ خو نه پوهېده چې په منجمده ټولنه کې زېږېدلی او هېڅکله یې د رکود له خټو نه شي ایستلئ. دور اندیش شاعر بابا عبدالرحمن فرمایي:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار

دې لوی انسان په کوچني والي د طب سره د مینې کچکول پر غاړه ګرځاوه. کله به چې استاد له زده کوونکو د «څه جوړېدو؟» پوښتنه وکړه، ده به له ترخې مسکا سره د ډاکټرۍ نوم پر شونډو راووړ، لکه مین چې د پردي شوي معشوق نوم اخلي؛ خو هغه نسل به استهزأً په خندا شو، چې د خپلو پلرونو پر تاریخي کارنامو وچ افتخار کوي. د دغه پرمختګ طلبه انسان د زړه وزر ټولنې په جاهلانه خبرو ورمات کړ. کورنۍ یې چې د داسې ماحول تر تأثیر لاندې وه، د طب یې نه خوښېده. دغه ځوان په خپل یوه وزر؛ چې اراده او مینه وه، د الوتو هڅه کوله، خو د تشویق وزر یې زړېدلی پسې روان و. بالآخره د هغو سیاسي تجارانو لاس ته ولوېد، چې د ټولنې د پرمختګ پر دړه د انسانانو سرونه ټکوهي. پرون پرې د پانسۍ قوانین تطبیق شول او له ګیلو ډک زړه یې د خدای حضور ته یووړ. کورنۍ او خپلوانو یې رواجي اوښکې توی کړې.

اوس یې له قبر څخه دا نوا اورېدل کیږي:
په زنکدن کې مې وچ حلق په ابو لوند نه کړو چا
څڅوي څله لره مې اوښکې د ریا په قبر
…..چې سترګې مې تاو کړې، د کوترې تش هډوکي پراته و او څنګ ته یې سور خولی سپی ولاړ و.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* دا د همیم جلالزي بیت دی، چې سمه بڼه یې داسې ده:
تا د ژوند یو مخ لیدلی ځکه وایې
خلک ولې زړه نا زړه وي او ویریږي
*دا مقاله د دروېش دُراني له بیت څخه الهام دی:
څنګ پر څنګ زه درسره نه وم روان
سپینې کوترې بې وزره ولاړې

پېښور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب