شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ، افغانستان د ط له وجې ۳۴...

د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ، افغانستان د ط له وجې ۳۴ درجې شاتګ کړی

تاند:( سې شنبه، د ثور دیارلسمه) د مۍ درېيمه ( د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ) نن په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د بې پولې خبريالانو ټولنې په دې برخه کې د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ ګڼلی او ويلي، چې دغه هېواد د طالبانو له واکمنیدو سره له خپله ځایه ۳۴ درجې شاتګ کړی دی.

یادې ټولنې مخکې د نړۍ د هېوادونو په ډله کې د افغانستان مقام یوسلو دوه ويشتم ښودلی و.

بې پولې خبريالانو ویلي، چې اوس د افغانستان مقام د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه د نړۍ د یوسلو اتیا هېوادونو ترمنځ یوسلو شپږ پنځوسم مقام ته راغلی، چې ۳۴ درجې شاتګ ښیي.

د بې پولې خبريالانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو وضعیت د سختې اندیښنې وړ دی.

په دې نړيواله ډلبندۍ کې ناروې، ډنمارک او سویډن د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ تر ټولو ښه او ايران، اریترا او شمالي کوریا په تر ټولو بد وضعیت کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم نن د افغانستان د رسنيو ازادي، په خاص ډول د ښځینه خبریالانو امنیت او وضعیت د سختې اندیښنې وړ ګڼلی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د اسلامي شريعت په رڼا کې د بیان ازادۍ‌د درناوي ژمنه کړې ده.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې زرګونه خبریالان وزګار، سلګونه رسنۍ سقوط او یو شمېر خبریالان وژل شوي، بنديان شوي او ټکول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب