ډاکتر رحیم
ډاکتران وايي، هغوی چې خوله او غاښونه پاک نه ساتي، جنسي قوت يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي او په نتیجه کې یې په حکیمانو ګرځي، یا په تعویذګرو او یا هم د یوناني طبیبانو په دوکان کې ناست وي.
ښايي ځینو ته حیرانوونکي وي؛ خو ډاکتران وايي د وریو (Gum) ناروغي د نارینه تناسلي اله کمزورې کوي.
په چین کې یوه څېړنه، چې طبي ژورنال خپره کړې ده، وايي چې د نارینه جنسي کمزوري د هغه د ورویو له ناروغیو سره نیغ په نیغه اړیکه لري.
د څېړنې پر اساس، د بریتانیا ۵۰ سلنه خلک د وریو او غاښونو له ناروغۍ کړیږي، چې له ۱۰ تر ۱۵ سلنه يې د غاښونو مهمه برخه له لاسه ورکوي.
په همدې اساس د غاښونو پاک ساتل نه یوازې دا چې د غاښونو د جوړښت او روغتیا لپاره ضرور دي، بلکې د نارینه په جنسي ځواکمنتیا کې هم مهم رول لري.
څېړنه وايي چې د ورویو ناروغي د نارینه تناسلي الې ته د وینې غځیدلې رګونه زیانمنوي او ورته په سمه توګه وینه نه شي رسولی.
البته د نارینه جنسي کمزوري یوازې د وریو یا غاښونو په ناروغۍ پورې نه ده تړلې؛ بلکې ګڼ شمیر نور عوامل چې په هغې کې کمزوری غذايي رژیم، سیګرېټ څکول، د تمرین یا سپورت نه کول، د عمر زیاتوالی او ارثي خواص راځي.
نارینه د جنسي کمزوري نور لاملونه ممکن تشویش، خپګان، ویره او ستړیا واوسي. د الکولو زیات استعمال، د وینې لوړ فشار او لوړ کلسترول (د وینې غوړ) هم انسان په جنسي او جسمي لحاظ کمزوری کوي.