جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزدا ۸ عادتونه پرېږدئ

دا ۸ عادتونه پرېږدئ

لیکنه: راین ایرس
ژباړه: شاهین

موږ او تاسې ټول کله نا کله د ناسمو پریکړو قرباني کیږو. خو ځیني خلک بیا ډیر کله د خپلو ناسمو پریکړو له امله آن د بربادۍ او نابودۍ کندې ته لویږي.

دلته موږ تاسې ته اته (۸) داسې عادتونه در په ګوته کو، چې که په چا کې موجود وي، نو بویه چې کیسه يې خرابه ده.

خو اندیښنه مه کوئ. که وغواړئ، دا عادتونه بدلیدای شي او تاسې ترې ځان خلاصولای شئ.

دا عادتونه کوم دي، چې موږ په ژوند کې ناسمو پریکړو ته هڅوي او بیا مو د بربادۍ کندې ته غورځوي؟

۱ـ پوره خوب نه کوئ.

شپیته ۶۰ کاله مخکې امریکایانو په اوسط ډول د شپې ۷.۱ ساعته خوب کاوه، چې اوس يې ۶.۱ ته راکم کړی دی.  ټول د خوب په اهمیت پوهیږو، چې خوب څومره د عمومي روعتیا لپاره ګټور دی. که تاسې پوره خوب ونه کړئ، په سبا يې ډیر احتمال دی، چې په شخړه واوړئ. له دې سربیره، بي خوبي د بدو او ناسمو پریکړو زیږنده ده.

د منظم خوب لپاره وخت تعین کړئ. څنګه چې وخت داخل شو، خپل کټ ته لاړ شئ او ویده شئ. د کافین او الکټرونیکي وسایلو استعمال راکم کړئ او له ویدو کیدو وړاندې خپل موبایل، ټلویزون او لپټاپ خاموش کړئ.

۲ـ د تصمیم پر مهال زړه نا زړه يئ.

د پریکړې پر مهال بې زړه توب او دوه زړي کیدل په لوې لاس بدې پریکړې ته لار هوارول دي. کله چې په تصمیم کې دوه زړي شوئ، نو په حقیقت ولاړ تصمیم نشئ نیولای او خپله لاره در څخه ورکیږي. د پریکړې پر مهال دوه زړي کیدل بد او ناسم عادت دی.

د پریکړې پر مهال د موضوع ټول اړخونه دقیق وسنجوئ او پریکړه وکړئ. او بیا په هماغه پریکړه عمل وکړئ.

۳ـ د خلکو په خبرو پسې ګرځې.

وايي، چې یو کس ته چا وویل، غوږ د سپي يوړو. هغه کس خپل غوږ نه کاته او سپي پسې يې منډې وهلې.

که تاسې هم د خلکو د خبرو په اساس تصمیم نیسئ، نو پایلې به يې درته بدې وي.

تاسې باید د خپل فکر په اساس په دلایلو ولاړې پریکړې وکړئ؛ نه د احساساتو او د خلکو د خبرو په اساس!

۴ـ خپلې موخې نه تعقیبوئ.

که تاسې خپلې موخې او اهداف نه تعقیبوئ او یا هم ژر ترې لاس په سر کیږئ، نو دا ښه عادت نه دی. دا کار تاسې ناسمو پریکړو ته رهبري کوي، چې جبرانول يې ګران تمامیږي.

د اهدافو ټاکل او د هغوې تعقیبول ستاسې شخصیت او ژوند ته پرمختګ ورکوي. کوښښ وکړئ، له وړو اهدافو څخه پیل وکړئ. لومړی واړه هدفونه وټاکئ، تعقیب يې کړئ او تر لاسه یئ کړئ. موخو ته په رسیدو کې له هیڅ شي هم مخ مه اړوئ.

۵ـ په ماضي کې اوسئ.

له تیرو تجربو څخه زده کړه ښه خبره ده، خو په ماضي کې اوسیدل په ژوند کې د پاتې کیدو په مانا دي. هڅه وکړئ، چې ځان اپ ډیټ او په نویو مالوماتو سمبال وساتئ. دا به تاسې سره مرسته وکړي، چې په ژوند کې ډير پرمختګ وکړئ او مخکئ لاړ شئ.

۶ـ ځان سره حساب کتاب نه کوئ.

ډیر کله تاسې د خپل ناسمو پریکړو پړه په بل چا اچوئ. دا ډیر بد عادت دی او تاسې په ژوند کې د ګڼو ستونزو سره مخ کوي. که د خپلو ناسمو پریکړو مسولیت ونه منئ، نو هیڅکله س پریکړې نشئ کولای.

دا ډیره مهمه خبره ده، چې د خپلو پریکړو تر شاه ودریږئ؛ د پایلو مسؤلیت يې ومنئ او لا غوره تصامیم ونیسئ. دا په ژوند کې د پرمختګ سبب کیږي.

۷له حده زیات فکر او سوچ کوئ.

زموږ او ستاسې زیات ملګري د يوې پریکړې له نیولو وړاندې دومره سوچ او فکر کوي، چې باالخره ګنګس او لار ورکي شي. فکر او سوچ ښه خبره ده، خو دومره فکر چې تاسې ګنګس کړي او له تاسې لاره ورکه کړي، د ګټې په ځای تاوان لري.

له تصمیم نیولو وړاندې، د موضوع ټول اړخونه وسنجوئ، تصمیم ونیسئ او مخکئ ځئ.

۸ـ نظریات او حقایق ګډوئ.

دا هم ډیر بد عادت دی، چې نظر ته د حقیقت په نظر ګورئ. په تیوریکي لحاظ، حقیقت او نظر دوه جلا مفاهیم دي او یو له بله سره ډير فرق لري؛ خو په عملي ژوند کې زموږ او ستاسې ګڼ ملګري دا توپیر نشي کولای. که موږ او تاسې د حقیقت او نظر په توپیر پوه نشو، نو س پریکړې هم نشو کولای.

کله چې هم تاسې کومه پریکړه کوئ، له پریکړې وړاندې پلټنه وکړئ او حقایق ومومئ. له حقیقت معلومولو وروسته، پریکړه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب