پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+څوک روڼاندی دی او ګټه یې څه ده؟

څوک روڼاندی دی او ګټه یې څه ده؟

لیکنه: هیري فورډ
ژباړه: مینه احمدي

روڼاندی، روشنفکره یا ازاد فکره دا مهنا لري چې تل د نویو او راز راز نظریاتو او معلوماتو ترلاسه کولو ته لېوال او په عین حال کې تیار وي. یعنې نویو تجربو او مفکورو ته جوړ او برابر وي.

د ذهن ازاد چمتو کول یا روشنفکره اوسېدل د ښې او سترې مفکورې او ژور لرلید لپاره خوره ارزښتناکه دي. ځکه اوس موږ په داسې یوه نړۍ کې اوسو چې په پرلپسې ډول بدلون کوي.

ددې لپاره چې په لازم پرمختګ کې اوسو، باید شیانو ته د نویو تجربو او لارو چارو له کړکیو وګورو. که چیرته موږ پرمخ روان ونه اوسو یا پرمختګ ونه کړو، نو په دې حیرانونکې نړۍ کې به له نویو ټیکنالوژیو لکه انټرنیټ، موبایلونه، فیسبوک، واټس آپ او نورو چې زموږ ژوند یې لا ډیر جالب او اسانه کړی، لازمه استفاده ونه شو کړی.

روشنفکره خلک چې کله له مناسبو نویو واقعیتونو او شواهدو سره مخ شي، په اړه یې خوشبیني څرګندوي. هغه خلک چې هغوی سختدریځه وي، تل همداسې ټینګ په خپل ځای پاتې وي او تل له پرمختګونو او نویو بدلونونو لرې وي.

که چیرته موږ په هغه څه بسنه وکړو چې پرې پوهیږو او په تیره زمانه کې ځان خوښ ګڼو، له ډیرو ستونزو، ننګونو او بې پایلې حالاتو سره به مخ یوو.

اوسنۍ نړۍ ډیره پرمختللې ده، دا شرایط هغسې نه دي لکه څرنګه چې کلونه وړاندې ول. که چیرته موږ نن ورځ ته هم د هغو ورځو په شان فکر وکړو چې کلونه وړاندې ول، نو موږ به په معنوي لحاظ ډیر تاوان کړی وي. ځکه اوس باید د پوهې په پراخیدو سره په لا ډیرو شیانو زر او په اسانۍ پوه شو.

په بله وینا که چیرته کارونه په نویو لارو او لیدنو ترسره کړو، له دې سره به مو معنوي وړتیا زیاته کړي وي، ژوند به مو لا ‌ډیر جالب کړی وي او خپلې تجربې به مو لا پراخه کړي وي.

روشنفکري همداراز له موږ سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي. لومړۍ مرسته یې دا ده چې د یوې ستونزې د له منځه وړو لپاره له یوې زیاتې لارې چارې راښيي او ډیرې موثرې او پراخې لارې چارې پیدا کولی شو. کله چې ډیر اپشنونه په لاس کې ولرو، بې له شکه چې ښې حل لارې به هم ولرلی شو.

په ټوله کې ویلی شو چې ازاد فکر او ذهن یعنې روشنفکره اوسیدل د خنډونو او توپيرونو په له منځه وړو کې مرسته کوي او په زړه پورې اشخاص راځنې جوړوي.

هغه خلک چې روشنفکره وي داسې ځانګړنې لري:

– تر ډیره د نورو قبلوونکي وي او تعصب نه مني.

– ډیر خوشبینه وي او د سالم و رښتیني ژوند جوړول خوښوي.

– تشویش او فشار يې کم وي؛ ځکه د بدلون لپاره ډیر پرانیستي وي.

– د ستونزو د حل لپاره بیلابیل مهارتونه لري.

– غواړي چې ډیر څه زده کړي او نویو زده کړو ته لیواله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب