یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد: هیڅ خبریال مو بندي کړی او شکنجه کړی نه دی

مجاهد: هیڅ خبریال مو بندي کړی او شکنجه کړی نه دی

تاند:( سې شنبه، د ثور دیارلسمه) د طالبانو د رژيم ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپرو شويو راپورونو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو رژيم د رسنیو تر شا ولاړ دی او حمایت یې کوي.

د مجاهد په وينا، په افغانستان کې رسنۍ د قوانینو په دننه کې آزاد فعالیت او نشرات کولای شي.

‏طالب وياند زياتوي:« هغه رسنۍ چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې فعالیت دریدلی عامل یې د طالبانو اسلامي امارت نه، بلکې د تمویل له لاسه ورکول دي چې د بهرنیو ځواکونو او سفارتونو لخوا د خپلو موخو لپاره تمویلیدې.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه مقام وايي، رسنیو ته ډاډ ورکوي چې د مالي ستونزو په حل کولو کې به ورسره تر وسه وسه همکاري کوي.

‏ذبیح الله مجاهد همدا شان ادعا کوي، چې اوس مهال طالبان په خپلو زندانونو کې هیڅ کوم بندي خبریال نه لري.

د ده په وينا، کله که کوم خبریال دپوهاوي او وضاحت لپاره ځینو اداروته رابلل کیږي دا کلکه هم دشکنجې او زنداني کیدو په معنا نده.

د طالبانو د رژيم وياند زياتوي:« په دې اړه د ځینو خواوو اندیښنه پرځای نه ده.»

 د مۍ درېيمه ( د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ) نن په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د بې پولې خبريالانو ټولنې په دې برخه کې د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ ګڼلی او ويلي، چې دغه هېواد د طالبانو له واکمنیدو سره له خپله ځایه ۳۴ درجې شاتګ کړی دی.

یادې ټولنې مخکې د نړۍ د هېوادونو په ډله کې د افغانستان مقام یوسلو دوه ويشتم ښودلی و.

بې پولې خبريالانو ویلي، چې اوس د افغانستان مقام د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه د نړۍ د یوسلو اتیا هېوادونو ترمنځ یوسلو شپږ پنځوسم مقام ته راغلی، چې ۳۴ درجې شاتګ ښیي.

د بې پولې خبريالانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو وضعیت د سختې اندیښنې وړ دی.

په دې نړيواله ډلبندۍ کې ناروې، ډنمارک او سویډن د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ تر ټولو ښه او ايران، اریترا او شمالي کوریا په تر ټولو بد وضعیت کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم نن د افغانستان د رسنيو ازادي، په خاص ډول د ښځینه خبریالانو امنیت او وضعیت د سختې اندیښنې وړ ګڼلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب