شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې احتجاج کوونکو افغانانو کفنونه واغوستل

په پاکستان کې احتجاج کوونکو افغانانو کفنونه واغوستل

 (سې شنبه، د ثور ۱۱ مه) په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو، چې له دوو اوونیو راهیسې احتجاج ته دوام ورکوي، نن د پاکستان د اختر په لومړۍ ورځ د اعتراض په دود کفنونه واغوستل.

دوی په دې اعتراض لري چې ملګري ملتونه ولې ورته پاملرنه نه کوي.

احتجاج کوونکي، چې په اسلام اباد کې یې احتجاج پیل کړی، وايي، که ملګري ملتونه د دوی پر قضیو غور نه کوي، ودې وژل شي.

د اعتراض کوونکو پناه غوښتونکو په وینا، دوی د احتجاج په لومړۍ اوونۍ په اسلام ا باد کې د ملګروملتو او اروپايي اتحادیو استازندویو دفترونو ته لاړل خو هغوی یې هیڅ پروا ونه کړه.

افغان احتجاج کوونکي وايي، تر څو چې نړیواله ټولنه یې غږ وانه وري او اوسنی نامعلوم وضعیت یې پای ته ونه رسېږي، اعتراض ته به دوام ورکړي.

پاکستان ته زرګونه داسې افغانان تللي چې په یو نه یو ډول په استرالیا، اروپايي او امریکايي هیوادونو (متحدو ایالتونو، او کاناډا) کې د پناه ژمنې ورسره شوي خو قضیې یې پرمخ نه ځي.

پر اوکراین د روسیې یرغل د مهاجرمنونکو هیوادونو پام اوکراینیانو ته اړولی او افغانان تر ډېره هیر کړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب