یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد احمدشاه مسعود قبر ته نيږدې د ط جنګیالیو نڅا توند غبرګونونه...

د احمدشاه مسعود قبر ته نيږدې د ط جنګیالیو نڅا توند غبرګونونه پارولي

تاند:(سې شنبه، د ثور دیارلسمه) د طالبانو د یوه ډله جنګياليو هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو پښتنو په ګډون د افغانانو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده، چې د احمد شاه مسعود قبر ته څېرمه طالب جنګیالي د نڅا او اتڼ په حالت کې ښیي.

د پکتیا پخواني والي محمد حليم فدايي په دې اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:« په پنجشیر کې د شهید احمد شاه مسعود د قبر خوا سره د طالبانو ګډېدل د ټولو سوچه افغاني/دیني ارزښتونو خلاف او ضد عمل دی. دا ډو حرکتونه قومي تعصب او قومي تفرقې ته لمن وهل دي. دا د افغان ضد کړیو اجنډا ده ترڅو د افغانانو یووالی نور هم ټکنی کړي او داخلي شدېدو جګړو ته زمینې برابرې کړې.»

په کابل کې مېشت د ځوانانو د سولې د تماس ګروپ مشر سنګر امیر زاده بيا ويلي:« احمدشاه مسعود د تاريخ يو مهم شخصیت دی. که څوک خفه کیږي یا خوشحالیږي موږ باندې ګران دی. البته زه د هیڅ جګړې طرفدار نه وم او نه یم. زه خبرې اترې او تفاهم یوازینۍ لار ګڼم.»

د طالبانو چارواکو د‌ دغې ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو په ضد د هم پنجشېر د مقاومت ډلې ځينو پلویانو د طالبانو دغه عمل« قومي تبعيض» او « تاجيکانو» ته سپکاوی بللی.

يو شمېر پښتنو فعالانو بیا ویلي، چې طالبانو د بیا واکمنیدو په درشل کې د کندهار د مشهور طالب ضد قومندان جنرال عبدالرازق قبر هم په بمونو الوزولی و.

د دوی په وینا، طالب د هیڅ کوم قوم استازی نه دی، بلکې يو افراطي جريان دی، چې د پاکستاني او نورو سیمه ییزو استخباراتو په اشاره په افغانستان کې قومي او نورو ناندريو ته لمنه وهي.

طالبانو د پنجشېر د نيولو په لومړيو ورځو کې د احمد شاه مسعود د قبر شاوخوا په بمونو الوزولې وه، چې وروسته یې د بيرته رغولو لپاره هم اقدام وکړ.

د طالبانو د نڅا ويډيو ته په دې خلک قهریدلي او د سپکاوي احساس يې ورڅخه کړی، چې په دوی د تېرې واکمنۍ په شان یې بیا پر موسیقۍ بندیز لګولی او ځینې خلک یې په موسيقۍ اوريدو وژلي.

2 COMMENTS

  1. نه ټالبان د پښتنو استازي دي او څوک دې په دې نوم د پښتنو پرضد تبلیغات کوي او نه هم احمدشاه مسعود د تاجیکانو پیغمبر دی چې خلک دې په نڅا او اتڼ کفر ته باسي .‎

  2. تاجکان مصنوع تاریخ جوړوی او له غله مخبره څخه یې ولي جوړ کړی دی ! د اختر مېله او ګډا خو په زیارتونو باندې کېده نو غل پنجشیری څوک دی ! تاجکان تاریخي افتخارات نلري نو له مخبر څخه اتل جوړوي! حقیقت خو دادی چې ددوی پښتانه نه خوښېږي !!جنرال رازق هم د قوم خائن ددوی ملګری وو چې جهنم یې ځای شه !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب