جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ملا هیبت الله په امر نیمروز کې څه باندې سلو سوالګرو...

د ملا هیبت الله په امر نیمروز کې څه باندې سلو سوالګرو ته ۵‌- ۵ زره افغانۍ مرسته وېشل شوې ده

تاند:( سې شنبه، د ثور دیارلسمه) د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په امر يې په نيمروز کې ۱۰۵ سوالګرو ته ۵-۵ زره افغانۍ مرسته ویشلې ده.

د مرستې د وېش پر وخت د طالبانو د نيمروز د والي استازي محمد جمعه طيب ويلي:« دا مرسته د ملا هیبت الله اخوند زاده د ځانګړې لارښوونې له مخې په زرنج ښار کې ښځينه او نارينه سوال ګر سروې او ورسته له هغې پرې نغدې پيسې ووېشل شوې.»

طیب راتلونکي پروګرام ته په اشارې سره وویل: “له کوچني اختر وروسته به ټول هغه نارینه او ښځینه چې په زرنج ښار کې خیرات راټولوي، په منظم ډول سروې او بایومټریک کېږي ترڅو دوی سره مرسته وشي.

د‌ طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د فقر او بې کارۍکچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند اوړمه ورځ د اختر د لمانځه پر مهال وويل، چې د فقر او اقتصادي ستونزو اصلي دلیل د ده په ټکیو په افغانستان کې د امريکا او ناټو « شل کلن اشغال» و.

د طالبانو د وزيرانو شورا سرې مياشتې ادارې ته په ټول هېواد کې د سوالګرو د بایو میټریک او ورسره د مرستې امر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب