شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د اعلانونو لپاره د بالیووډ د ستورو ځانګړي اصول

د اعلانونو لپاره د بالیووډ د ستورو ځانګړي اصول

د بالیووډ یو شمیر مشهور ستوري/ ستوري په اعلانونو کې د کارکولو په اړه ځان ته خپل ځانګړي اصول او معیارونه لري.

یو شمیر تولیدات او برانډونه داسې دي چې د بالیووډ سینما ځینې څیرو یې د بېلابیلو دلایلو له کبله له اعلانونو ډه ډه کړې.

البته د لویو کمپنیو د تولیداتو اعلانول له هغوی سره د یو قراداد له مخې کیږي چې مشهورو سینمايي او هنري څیرو ته له مادي پلوه ډیره ګټه لري.

دلته د هندي سینما څو وتلې څیرې او هغه تولیدات چې دوی یې له اعلانولو ډه ډه کړې درپیژنو.

امیتاب بچن: نوموړي د غیرې الکولي مشروباتو څخه د یو برانډ لپاره اته کاله کار وکړ. خو اوس نوموړی د غیرې الکولي مشروباتو او نوشابو په هیڅ ډول اعلانونو کې کار نه کوي او نه یې تاییدوي.

امیتاب بچن

ابیشک بچن: نوموړې تل د الکولو او سیګرټو په اعلانونو کې له کار کولو ډه ډه کړې او نه یې دي تایید کړي.

عمران هاشمي: نوموړی ډیر کله د هغه کمپنیو په اعلانونو کې له کار کولو ډه ډه کوي چې الکولي مواد تولیدوي.

کنګنا رانوټ : نوموړې هغه مهال د خبرونو په سرټکیو کې راغله چې د مخ د مشهورو کریمو له اعلانولو یې ډه ډه وکړه. کنګنا ویلي وو چې دا ددې د اصولو خلاف دي چې د ځوانو نجونو لپاره داسې یو څه تبلیغ کړي چې هغوی ته ګټه نه کوي. له هغې راوروسته هغې هیڅ کله د مخ کریم تبلیغ او یا تایید نه کړل.

کرینه کپور: نوموړې سبزي خوره ده او غوښه نه خوري. د هندي سینما دې اکټرې هیڅکله داسې خواړه یا نور تولیدات نه دي اعلان کړي چې هغه دې خپل ترکیب کې غوښه ولري.

رنبیر کپور: نوموړې په دې وروستیو کې د مخ د یو ډول کریمو له اعلانونو ډه ډه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب