Homeخبرونهپرې شوې وارداتي برېښنا په موقت ډول بيرته فعاله شوه

پرې شوې وارداتي برېښنا په موقت ډول بيرته فعاله شوه

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏‏‏د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې د ۱۵۰ میګاواټو په ظرفیت د وارداتي برېښنا یو لنډ مهاله سرکیټ‌ يې بيرته نښلولی دی.

د دغه شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د برېښنا شرکت تخنیکي ټيمونو د پرله پسې هلو ځلو په پایله کې نن د وارداتي پرې شوې برېښنا یو لنډ مهاله سرکیټ ونښلاوه.

سرچينه زياتوي: « ددې لنډ مهاله سرکیټ په رغاوي سره ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا بېرته ونښلول شوه.»

بریښنا شرکت نن سهار ويلي وو، چې تېره شپه د وارداتي برېښنا دوه پايې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې الوزول شوي دي.

د طالبانو يوه ځايي وياند کامران حبیبي ويلي، چې په دې تور یې دوه تنه نیولي هم دي، چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

د بريښنا پايو د الوزولو په اړه نور جزییات په دې لینک کې ولولئ:

په سالنګ کې د بریښنا د پایو الوزولو ۱۰ ولايتونه بې برقه کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...