یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان په لومړي ځل له سعودي څخه يوه ورځ مخکې ( سبا)...

افغانستان په لومړي ځل له سعودي څخه يوه ورځ مخکې ( سبا) اختر اعلان کړ

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏‏د طالبانو د شوال مياشتې د لیدو کمېټې سبا یکشنبه ورځ په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د طالبانو د قضایه قوې ( پخوانۍ سترې محکمې) په يوه اعلاميه کې راغلي:« د افغانستان په فراه، غزني، کندهار او غور ولایتونو کې نن مجموعاً ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې او اړوند محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده».

سرچینه زیاتوي:« په دې اساس سبا یکشنبې (۱/ شوال۱۴۴۳ هـ ق) نېټه چې له (۱۴۰۱/۲/۱۱هـ ش) نېټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.»

له طالبانو څخه څو ساعته مخکې سعودي عربستان اعلان وکړ، چې اختر د دوشنبې په ورځ دی ځکه د شوال هلال نه دی لیدل شوی نو په دې توګه سبا دېرشمه روژه ده.

متحده عربي اماراتو او يوشمېر نورو اسلامي هېوادونو هم همدا اعلان کړی دی.

په افغانستان کې سږنی اختر په داسې مهال نمانځل کېږي، چې ډېری افغانان ورته د پخوا په شان خوشاله نه ښکاري.

د طالبانو له واکمنیدو سره له هېواده وتلو ډېرو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د جلا وطنۍ، په هېواد کې مېشتو د فقر او بې سرنوشتۍ او ډېرو نورو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله سږنی اختر خواشینونکی ګڼلی.

3 COMMENTS

  1. د اختر میاشت د یکشنبی په سهار وختی نوی کیږی نو د یکشنبی په ورځ اختر هیڅ امکان نه لری
    دا د تالبانو تور جهالت دی چی په دین ملنډی وهی او په ولس خپل تور جهالت مسلط کوی.
    یکشنبه حقه روژه ده

  2. یقیناً د طالب ددې اعلان د انګېزې شاته د تلبیس لوی سمندر پروت دئ.
    یا د سعودی سره د پټ او مرموز رقابت او دښمنۍ او ګوستأخۍ او سپین سترګۍ سناریو.
    یا
    د عام وولس د هغه ذهنیت بدلون کوم چی باور لری طالب رژیم د پنجاب یو مزدور رژیم دئ.
    البته
    عام وولس ته به د طالب دا غولوونکې سناریو د منلو وړ نه وی.

  3. همدا اوس د اروپا په وخت د شپې 12 نیمې بجې دي ، د نړۍ د پرمختللیو ساینسي وسایلو اوکمپیوترونو په ملاحظې سره لمر او سپوږمۍ یوځای معلومیږي . یعنې تر اوسه لا سپوږمۍ له لمر نه بېرته نه ده پاته شوې . نو محترمو قضایه قوې ستور پېژندونکو څنګه په کوم اساس سبا اختر اعلان کړ. د قضایه ډلو غاړې به د ټول څلوېښت میلیوني افغانانو په مقابل کې بندې وي . سبا یکشنبه حق روژه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب