یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+طالب ولې خلک په دین شکي کړي؟ / ملاله لیلا 

طالب ولې خلک په دین شکي کړي؟ / ملاله لیلا 

د کابل له سقوطه وروسته چې له ځوانانو سره خبرې کوم اکثره له ډېرې ناامیدۍ په دین کې شکې شوې غوندې دي. دا د تاسف ځای دی چې طالبانو نه یوازې په خلکو ژوند حرام کړی دی بلکې ایمانونه ته یې هم خطر جوړ کړی دی. د دین په نوم کومې نارواوې چې طالب د افغانستان په ملت وکړې د عالم اسلام په تاریخ کې جوړه نه لري. د یو مسلمان ژوند له دوو برخو جوړېږي دا دنیا او له مرګه وروسته دنیا،  په امارت اسلامي کې یا د قرارخیلو په اصطلاح حمارت اسلامي کې پر افغانانو دا او هغه دنیا دواړه دوزخ شوې دي. دا چې الیپ.الیپ.الیپ د افغانانو دا دنیا او هغه دنیا څرنګه خرابه کړې ده دا پراخ بحث دی خو زه غواړم دلته څو خبرې وکړم.

دا دنیا

  • امنیت: انسان د ژوند لپاره امنیت ته اړتیا لري. طالبان مخکې تر واکمنیدو هم د افغانستان د ناامنۍ اصلي عاملین ول او اوس چې په واک کې هم دي د افغانستان د ناامنۍ اصلي عاملین دی. لسیزې کېږي چې په افغانستان کې بیلابیلې ترهګرې ډلې فعالې دي. د دغو ټولو فعالیت ته طالبانو لار هواره کړې ده. دا د  طالبانو معنوي پلار، ملا مامد عمر اخوند و چې اسامه یې په افغانستان کې ساتلی و.. خیر د ملا مامد عمر وخت به تیر هیر کړو خو تاسو د تیرو شلو کلنو انتحاري حملو ته دقت وکړئ هغه تر ټولو بدې خونړۍ پیښې چې بې شمیره بې ګناه ملکي افغانان پکې شهیدان شول هغه طالبانو کړې وې. د طالبانو هدفي قتلونه خو به هیڅ یادوم نه… په افغانستان کې انواع و اقسام د وحشتونو طالبانو پیل او بیا وروسته نورو ترهګرو ډلو د دوی په تقلید اجرا کړې دي.

د طالبانو ډیفلوماتان د خپلو پخوانیو کړنو په هکله د خپل وزیر متقي اخوند دا خبره کته پورته کوي چې، (( په جنګ کې خو څه حلوا نه ویشل کېږي)). متقي اخوند ته باید ووایم چې غم دا نه دی چې تاسو د جنګ په وخت کې څه وکړل یا مو و نه کړل،  غم دا دی چې تاسو افراطي فکر دومره ډېر خپور کړ چې اوس د ټولې دنیا ترهګر فکر کوي چې جهاد یوازې په افغانستان کې فرض دی. غم دا دې چې ستاسو داخله وزیر خلیفه حقاني مو شرمېږي هم نه او په افتخار وايي چې کله مو د افغانستان په ابادیو ځانمرګې حمله کوله توبه اعوذباالله پیغمبر یې رهبري کوله.

 خلاصه دا نن او سبا چې په افغانستان کې د داعش او نه پوهیږم چا او چا په نوم کومې حملې کېږي د دې ټولو پړه د طالب په غاړه ده. لسیزې کېږي چې د طالبي فکر د لاسه افغانان د ژوند له ابتدايي حقه چې امنیت دی محروم دي.

  • د ښه ژوند هیله: انسانانان ټول ژوند د پرمختګ او هوساینې لپاره تلاش کوي. د امارت اسلامي په واکمني کې چې کار نشته، لوږه اوج ته رسیدلې ده ، قانون مالوم نه دی، ښوونځي بند دي ، انساني کرامت خوندي نه دی او تفریح و خوشحالي‌ حرامه ده.. انسان څه ډول ژوند وکړي؟ خلاصه که تاسو د امارت اسلامي اعمالو ته دقت وکړئ داسې ښکاري چې د وطن او د ملت د حالت بهتره کولو ته هیڅ پلان نه لري. بدتره یې لا دا چې طالب نه یوازې د ملت د ژوند له بهتره کولو سره دلچسپي نه ښکاره کوي بلکې شپه ورځ په دې بوخت دي چې څرنګه په خلکو ژوند حرام کړي.                                                                                                                      هغه دنیا،                                                                                                                       د هغې دنیا په هکله به نور نو څه ووایم. دین انسان ته امید ورکوي له ناامیدۍ یې راګرځوي خو امارت اسلامي د دین په نوم له خلکو امید اخیستی دی. پرون یوې نجلۍ چې اوس باید په دولسم صنف کې وای راته ویل،” په دې دنیا کې انصاف نشته که وای اوس به زموږ ښوونځي خلاص ول نور نو څومره دعا وکړم. خدای هم لکه چې یوازې د قاتلانو دعا اوري.” نجلۍ مې په دې خبرو سپکه کړه ورته مې وویل چې صبر وکړه هر څه به سم شي خدای مهربانه دی.                                                                                                                  د خدای په مهرباني کې هیڅ شک نشته خو که د امارت اسلامي دا کارنامې همداسې جاري وي، څومره نور خلک به له ژوند نه زړه تور او توبه اعوذ با الله د خدای په انصاف بې باوره شي؟؟

 

5 COMMENTS

  1. ډیرو کسانو هم د طالب د لومړی حاکمیت او هم دا ځل حاکمیت زما پر دې عقیده باندی خندلی دی چی د طالب د استیلاء تر شا د نړیوال صهیونیزم او استعمار دوه لوی اهداف نغښتی دی، یو لدې اهدافو څخه ئې د دین ځپل د مسلمان نما کس پلاس او بل هدف ئې ( کوم بل وخت به ئې واضح کړم ځکه اوس ئې ډیرو کسانو ته د هضم استعداد شتون نلری ).

    • حضرت صاحب، اصلي خبره دا ده چې دې خلکو جهاد د جنت لپاره کړی دی او جنت د هغې دنیا مسله ده. او غم دا دی چې حکومتداري د جهاد و جنت په تذکرې نه کیږي پلان و برنامه و عقل غواړي… دې خلکو شل کاله جنګ وکړ او میاشتې کیږي چې په قدرت کې دي خو تر اوسه یې لا اساسي قانون مالوم نه دی علت یې دا دی چې طالبیزم یوازې د جنت تذکرې ویشي د دې دنیا له کارونو سره کران کې مازې دلچسپي هم ولري.

  2. ملاله لیلا زمونږ سلامونه او نیکی هیلی ومنۍ
    ستاسو د لیکلو نه ډیره مننه کوو

    هغه متل دی چی نیم ډاکتر د جان خطر او نیم ملا د ایمان خطر
    تالبی ملایان ددین نه ناخبره جاهلان دی چی خپلی فرسوده مفکوری يی ددین په جامه کی رانغښتی او په خلکو يی ددین او شریعت په نوم په زور منی
    ددوۍ دا فرسوده مفکوی او خرافات د اسلام دمقدس دین سره هیڅ تړاو نه لری او یوازی عام ولس ددین نه متنفره کوی او داسلام مقدس دین ورته د حهالت ناپوهۍ، کرکی او وحشت په صفت معرفی کوی

    هغه عربیمتل دی چی
    فاقعد
    الشی لا یعطع الشی
    چی څوک یو څه ونه لری نو بل چاته به څه ورکړی
    تالبان اسلامی علم ، عامه پوه، بصیرت او حکمت نه لری نو ددوۍ نه امید لرل خپل ځان تیریستل دی
    تالبیزم د افغانستان د حیا، عزت ، ابرو او پښتونولۍ جنازه وباسی او ولس يی په رڼو سترګو وینی

    • دردمن صاحب تاسو هم زما سلام او نیکې هیلې ومنئ.
      ها زما مجازي بیادر خانده قرار صاحب هم همدا خبره کوي چې طالب ته امید نه دی پکار… خبره دا ده چې له طالبه به امید یا منطقي وي یا به نه وي خو د ملت د بیدارۍ لپاره باید ولس سیاست ته تشویق کړو، د ملت بیداري پکار ده. زه دا نه وایم چې ټول دې له طالب سره مخالفت کوي یا دې د طالب طرفداري کوي، زه دا وایم چې ملت باید خبرې وکړي او دې ته باید تبلیغ وشي چې د یو وطن اصلي بادار ولس دی.
      په جمهوریت کې غم دا و چې له ا تر ی ټولو سیاست کې نظر ورکاوه اوس غم دا دی چې ټول ملت بیچاره له ډاره غلی دی.. د ملت چوپتیا خطرناکه ده موږ ټول باید د خپل وس په اندازه خلک دې ته تشویق کړو چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړي.

  3. ملاله لیلا سلامونه او نیکی هیلی می ومنه!
    دا مشکل نن پیدا شوی بلکه دا مشکل ۱۰۲ کاله مخکی چی کله پښتنو انګریزانو ته دری ۳ ځلی ماتی ورکړه نو انګریزانو د پاکستان په نوم د پښتنو د وژلو او تر ګواښ لاندی ساتلو لپاره ډول ډول جنګی ډلی یی جوړی کړی، جالبه داده چی نړیواله ټولنه، امنیت شورا ، امریکا او اروپا او نور نړیوال او عدالتی بنسټونو ورته کتل او پاکستان دغی ۴۵ کلنی او ۲۰ کلنی جګړی ته په زغرده زور ورکړی مګر نن چی د اکراین خبره راغله هر هیواد ناری وهی چی روسیه په اکراین ظلم کوی او هلته بشر حقوق نقض شوی ولی په افغانستان کی دا ۴۵ کاله یا ۲۰ کلنه جګړه کی د مخکینیو مجاهدینو او د کابل په کنډواله بدول یا اوسنی طالب او امریکا په جګړه ونه شول نو ولی نړی پاکستان یا پنجاب پوځ او استخباراتو ته دومره نه وایی چی څه کوی مګر بیا هم موږ ویل چی امریکا له موږ سره ده او نړیواله ټولنه به زموږ غږ واوری
    آیا نړیواله ټولنی زموږ ناری په ځای پریږده ، زموږ د وخت لوړپوړو چارواکو خبری او اسناد ارزول یا نړیوالی محکمی له پاکستان پوښتنه وکړه چی ولی او څه کوی؟ نه خیر لدی معلومیږی چی زموږ د وژلو او نړی سره د نه سیال لپاره اشر کړی وو او اوس یی هم دداعش په پروژه کی ورسره ملګرتیا کوی څوک یا کوم سازمان به یی مخه ونیسی ، همدارنګه پدی یوه میاشت څومره حملی وشوی او پاکستان بمبار هم وکړ نړی او نړیوالی محکمی څه وکړل؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب